جلال اباد (پژواک، ٥ تله ٩٥): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره ننګرهار ولايت ته له راستنو شويو کډوالو سره د يو ميليون ډالرو مرسته کوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د ھمغږۍ ادارې (اوچا) مسوول ډومنيک پارک، ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال د کډوالو چارو رييس سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، د اوچا مشر د دې ناستې پرمهال د داخلي بې ځايه شويو او پاکستان هېواد څخه را ستنيدونکو کډوالو لپاره د سرپناه جوړولو او نورو مرستو رسولو په موخه د څه د پاسه يو نيم ميليون ډالرو مرستې د منظورۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي ، ډومنيک پارکو ته د کډوالو ستونزې واورولې او ورڅخه يې وغوښتل چې کډوالو سره خپلې مرستې لا زياتې کړي.
ډومنيک پارکو د هر راز مرستې ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې د کډوالو لپاره به له نورو مرستندويه ادارو څخه هم مرستې ترلاسه کړي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د ننګرهار له يو شمېر ولسواليو څخه زرګونه کورنۍ بې ځايه شوي او دغه راز له پاکستان څخه هم د افغان کډوالو د راستنېدلو لړۍ ګړندۍ او هره ورځ شاوخوا شپږ سوه کورنۍ راستنېږي، چې ډېرى يې د ننګرهار ولايت اوسېدونکي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










