جلال اباد (پژواک، ۶ تله ۹۵): د کډوالو چارو وزير وايي چې له کډوالو سره د مرستې په موخه پنځه ميليونه ډالر ځانګړي او سل ميليونه افغانۍ د منظورۍ په موخه وړانديز شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کډوالو بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دغه څرګندونې نن په کابل کې د ننګرهار له والي سليم خان کندوزي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
بلخي زياته کړې، اټکل کېږي چې د سږ کال تر پايه هېواد ته د پنځه سوه زرو په شاوخوا کې کډوالې کورنۍ راستنې شي.
د نوموړي په وينا، له دغو کورنيو سره یې د مرستې په موخه پنځه ميليونه امريکايي ډالر ځانګړي کړي، چې له مخې به يې هر نا ثبت شوي کډوال ته پنځوس - پنځوس امريکايي ډالرمرسته ورکړل شي.
هغه زياتوي، ياده مرسته به ۴ سوه زره کډوالو ته ورکړل شي او له پاتې سل زرو سره به د IOM ادارې له لوري ورسره مرسته وشي.
بلخي دغه راز وويل چې د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره يې ١٠٠ ميليونه افغانۍ د اجراييه رياست له لارې د بيړنيو حالاتو کمېټې ته وړانديز کړي او هيله يې څرګنده کړه چې منظورې به شي.
د کډوالو وزير وايي، په ننګرهار کې د کډوالو د سرپناه ستونزې حل په موخه يې په کوټ او بهسودو ولسوالۍ کې ځمکې په نښه کړي او ډېر ژر به د ښارګوټو جوړولو په موخه په کې لومړنۍ چارې پیل کړي.
هغه زياته کړه چې د پوهنې له وزارت سره يې تفاهم کړی، تر څو له کډوالۍ را ستنېدونکو زده کوونکو څخه د سويې ازموينه واخلي او له مخې په ښوونځيو کې شامل کړای شي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي ويلي چې هره ورځ په منځمهال ډول د تورخم ښارګوټي له لارې ۷ سوه کورنۍ هېواد ته راستنېږي.
د کندوزي د معلوماتو له مخې چې د دغو کورنيو تر ټولو مهمې ستونزې د سرپناه ځای نشتوالی، په ښوونځیو کې د کډوالو زده کوونکو د جذب او نا ثبت شوو کورنیو سره په منظم ډول د مرستو نشتوالی دی.
نوموړی وايي، کډوالو زده کوونکو ته په پاکستان کې د خپلو زده کړو اسناد نه دې ورکړل شوي، دوی د درېیو مياشتو لپاره ورته په غیر رسمي ډول د زده کړو زمينه برابره کړې؛ خو د دې ستونزې اساسي حل باید د مرکزي ادارې له لوري ترسره شي.
د ننګرهار والي ويلي، هغه کورنۍ چې ثبت شوې وي، ورسره په پوره توګه مرسته کېږي؛ خو له نا راجستر شوو کورنيو سره بيا د ځينو توکو مرسته کېږي چې له امله یې سلګونه کډوالې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (اوچا) مشر دوه ورځې مخکې ننګرهار ته د سفر پر مهال د کډوالو چارو له رييس سره د ليدنې پر مهال له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د يو ميليون ډالرو مرستې اعلان کړى و.
دا په داسې حال کې ده، له پاکستان څخه تازه راکډه شوې يو شمېر کورنۍ چې د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې مېشتې دي، له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومت څخه د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










