منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۷ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر: راتلونکی کال ښايي له یو میلیون څخه زیات کډوال راستانه شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٥): ولسمشر اشرف غني وايي، هره ورځ نږدې ۶۵۰۰ کډوال له پاکستان او ایران څخه په داوطلبه توګه راستنېږي، چې راتلونکی کال ممکن له یو میلیون څخه زیات کډوال راستانه شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې، پرون ماښام د ملي شورا اداري پلاوي او د کمیسیونونو رئیسانو سره په کتنه کې کړې دي.

ده زياته کړې، حکومت کوښښ کوي د کډوالو د باعزته راستنېدو لپاره شته امکاناتو ته په پام، دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي او په مهمو برنامو کې به د هغوی اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

د هغه په وينا، په اروپایي هېوادونو کې د کډوالو د زیاتوالي له امله هغوی له هر پلوه تر فشار لاندې دي او له هغه ځایه ممکن زموږ یو شمېر هېوادوال بېرته راستانه شي.

دى وايي، د افغانستان حکومت له اروپایي ټولنې سره د خبرو لپاره یو ټیم ته دنده سپارلې، چې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو او نورمونو مطابق له دوی سره د خبرو له لارې د کډوالو په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ زمینه برابره کړي.

نوموړى زياتوي: "د افغانستان د حکومت کاري ټیم او نړيوالو شریکانو یوه ګډه اعلامیه ترتیب کړې، چې منځپانګه به یې له تاسو سره شریکه شي، ځکه له دې پرته ذهنونه مغشوشېږي."

اشرف غني څرګنده کړه،  پاکستان له کډوالو څخه پر حکومت د سیاسي فشار په توګه ګټه اخلي، مګر افغان کډوال زموږ د وجود برخه دي او موږ به  په باعزته توګه  د هغوی د راستنېدو او د حقونو د خوندیتوب کوښښ وکړو.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، ملي یووالي حکومت به د شته امکاناتو په رڼا کې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند او ځای پر ځای کېدو اسانتیاوې برابرې کړي.

د حکومت د کاري  ټیم غړي نصیر احمد اندېشه وویل، له اروپایي ټولنې سره د خبرو په پایله کې یې ګډه اعلامیه ترتیب کړې او د دغې اعلامیې له مخې، دواړه لوري ژمن دي د کډوالۍ نړیوالو نورمونو او قوانینو مطابق عمل وکړي.

د کاري ټیم بل غړي فیض الله ذکي وویل، هغه افغان کډوال چې په اروپایي هېوادونو کې د جذب شرایط نه پوره کوي، د افغانستان د اساسي قانون، اروپایي ټولنې او د کډوالۍ نړیوالو قوانینو مطابق باید د هغوی په هکله تصمیم ونیول شي.

همدارنګه د یاد ټیم غړې ډاکټر عالمې وویل، هغه افغان کډوال چې د نړیوالو قوانینو له مخې نه منل کېږي، نو په خوندي، تدریجي او باعزته توګه دې بېرته هېواد ته راستانه شي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي له ولسممشر څخه مننه وکړه چې تل یې د مهمو مسایلو په اړه له ملي شورا سره مشورې کړي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان داخلي ستونزو او د بین المللي شریکانو ستونزو ته په پام باید د کډوالو موضوع په ښه توګه مدیریت شي.

د ابراهیمي په خبره، د کډوالو د موضوع په اړه د وضاحت لپاره دې د کاري ټیم او د بهرنیو او کډوالو چارو وزیران د ملي شورا تالار کې د ولس استازو ته وضاحت ورکړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د ولسمشر په نوښت د درې ګونو قواوو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ د ایجاد قدرداني وکړه او وې ویل، د کډوالو په هکله ګډه اعلامیه د حکومت صلاحیت او مسوولیت دی او موږ یې ملاتړ کوو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال