منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۰ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بغلان ته راستانه شوي کډوال له حکومته سرپناه غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

پلخمري (پژواک، ١٠ تله ٩٥): يو شمېر افغانان چې اوس اوس له پاکستان نه بغلان ولايت ته را ستانه شوي، په خپل ولايت کې د سرپناه او کار د نشتوالي په سبب له سختو ستونزو شکايت کوي او وايي چې حکومت تر اوسه پورې ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

له شاوخوا درې نيمو مياشتو راهيسې له پاکستانه په جبري ډول د را ايستل شوو کورنيو نږدې زر کورنۍ بغلان ولايت ته ستنې شوې او ډېرى يې د طالبانو تر واک لاندې  د پلخمري  په دهنه شهر سيمه کې  د خپلو خپلوانو کورونو او تر خېمو لاندې  په ناوړه وضعيت کې ژوند کوي.

د را ايستل شوو کډوالو له ډلې د محمدګل په نوم يو کس چې اوسمهال د ډنډغوري سيمې په ګدان ها کلي کې ژوند کوي، پژواک ته وويل چې ١٨ کاله يې له خپلې کورنۍ سره د پاکستان په کراچي ښار کې ژوند کړى او په دې وروستيو کې د پاکستان د دولت له لوري را ايستل شوي دي.

نوموړى وايي چې په ياده موده کې يې په بغلان کې ټول ملکيتونه نورو غصب کړي، هغه زياته کړه: ((په دې موده کې  چې په سيمه کې نه وو، ځمکې مو د زورواکو له لوري نيول شوې او کورونه مو د جګړې په سبب ويجاړ شوي دي، اوس مو پر کلي طالبان واکمن دي، له خپلې کورنۍ سره مې په يوه کنډواله کې خېمه وهلې، هلته شپې ورځې تېروو، موږ ټول وزګار يو او تر اوسه له موږ سره هېچا مرسته نه ده کړې.))

نوموړى وويل چې هوا په سړېدو ده، نه پوهېږو چې څه کار وکړو او چېرته لاړ شو، خپل ژوند څه ډول مخته يوسو.

له پاکستان نه يوه را ايستل شوي کډوال يارمحمد چې په خپلې لس کسيزې کورنۍ سره بغلان ولايته راغلى، وايي: ((موږ د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جرخشک ولسوالۍ اوسېدونکي يو، په کلي کې مو جګړه ده، څوک نه شي ورتللى، موږ په نوي ښار کې له خپلو دوستانو او خپلوانو کره اوسو، نه پوهېږو چې تر کله به د دوستانو په کورونو کې وو.))

نوموړي وويل چې د دوو مياشتو په ترڅ کې يې څو ځلې د بغلان کډوالو رياست ته مراجعه کړې او ستونزې يې له چارواکو سره شريکې کړې، خو تر اوسه هېڅ مرسته نه ده شوې.

د بغلان ولايت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو مشر محمدنعيم کاکړ پژواک ته وويل چې له درېيو مياشتو راهيسې له پاکستان نه څه باندې ٦٠٠ کډوال را ايستل شوي دي.

هغه زياته کړه چې ډېرى راستانه شوي د مرکزي بغلان، دهنه غوري، پلخمري، تهرين او برکې ولسوالۍ نه دي او اوسمهال يې يو شمېر په خپلو اصلي کورونو او يو شمېر نور يې د خپلو خپلوانو او دوستانو په کورونو کې ژوند کوي.

هغه وويل چې د را ايستل شوو کډوالو ستونزې يې له اړوند وزارت سره شريکې کړې او په ضمن کې يې له کډوالو سره د مرستندويو ادارو نه غوښتي چې له دوى سره مرسته وکړي.

د بغلان ولايت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو مشر هيله څرګنده کړه چې د ژمې د يخنۍ له را رسېدو وړاندې له دوى سره مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال