کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٥): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي چې د روان زېږديز کال له پيل څخه ٤٠٠ سوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، خو تر يو ميليون زيات په هېواد کې دننه بېځايه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت له خوا د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وزير سيد عالمي بلخي دغه څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د اجرائيوي کمېټې په ٦٧مه کلنۍ ناسته چې په جنيوا کې جوړه شوې وه، کړې دي.
سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو چارواکي او له ۳۰ څخه د ډېرو نړيوالو ادارو مشرانو برخه اخيستې وه.
سيد حسين عالمي بلخي په دې کلنۍ ناسته کې له نړيوالو غوښتنه وکړه چې د راستنېدونکو کډوالو او داخلي بېځايه شوو کورنيو په برخه کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي .
د کډوالو وزير څرګنده کړه، افغان دولت ژمن دی چې له خپلو نړيوالو همکارانو سره په ګډه په داوطلبانه ، تدريجي ، په عزت او خوندي ډول سره د افغان کډالو د راستنولو لارې چارې برابرې کړي .
د هغه په وينا، په همدې موخه د راستنولو جامع پاليسي او د دې پاليسۍ د عمل پلان جوړ شوی، خو په دې برخه کې د نړيوالو مرستو ته اړتیا ده .
بلخي زياته کړه چې د ۲۰۱۶ کال له پيل څخه تر اوسه له ۴۰۰ زرو څخه ډېر افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوي .
د کډوالو وزير هيله وښوده چې کوربه هېوادونه دې د افغان کډوالو اجباري ايستل ودروي او ناراجستر افغان کډوالو ته دې د راجسترېشن زمينه برابره کړي چې افغانان په تدريجي، په عزت، په خپله خوښه او د افغانستان د ظرفيت د جذب مطابق هېواد ته راستانه شي .
هغه د بې ځایه شوو کورنيو په اړه وويل چې د جګړو له امله له يو ميليونو څخه ډېر افغانان دننه په هېواد کې او ۲۵۰ زره نور بيا له قبايلي سيمو څخه بې ځايه شوي دي.
د نوموړي په خبره، افغان دولت په يوازې توګه نه شي کولای دغو بېځايه شوو ستونزو ته رسېدنه وکړي او په دې برخه کې هم د مرستندويو هېوادونو، د ملګرو ملتونو او د بشري ادارو مرستو ته جدي اړتيا ده .
بلخي زياته کړه، که چېرې د کډوالۍ د کړکېچ د کنټرول لپاره د اوږدمهاله حل لارو په اړه فکر ونه شي نو نړۍ لپاره به له يو ستر بحران او خطر سره مخ شي.
هغه د کډوالۍ له کوربه هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانانو د پناه اخيستلو د اسنادو په څېړلو کې افغانستان د يو نا امن مبدا هېواد په توګه په پام کې ونيسي او د دوى د اسنادو د څېړلو پروسه دې چټکه کړي .
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د يادې کلنۍ ناستې په څنډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د اسټراليا، امريکا، قطر او د يو شمېر نړيوالو ادارو له چارواکو سره په جلا جلا کتنو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په اړه خبرې وکړې .
د يادولو ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اجرائیوي کمېټې کلنۍ ناسته د کډوالو د ستونزو د څېړلو په موخه هر کال د UNHCR په کوربه توب د سويس په جينوا ښار کې جوړېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










