کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٥): د افغانستان او اروپايي اتحاديې چارواکو د کډوالو د راتلونکو ننګونو او ستونزو سره په اړه غونډه وکړه.
په کابل کې د اروپايي اتحاديې مطبوعاتي دفتر له خوا د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا غونډه پرون به بروکسل کې د افغانستان په اړه د نړيوال کنفرانس په څنډه کې وشوه.
سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې دواړو لورو پرېکړه وکړه چې د کډوالو د ستونزو د هواري او له ننګونو سره د مقابلې لپاره به له نږدې سره سلا مشورې او ناستې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې دوه ورځې مخکې په کابل کې د افغانستان د حکومت او اروپايي اتحاديې تر منځ خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته لېږلو تړون لاسليک شوى دى.
د دغه تړون له مخې به دواړه لوري د غير قانوني کډوالو د ستونزو د هواري لپاره پر ګډو لارو چارو کار کوي او ورته به د حل لاره پيدا کوي.
د تړون له مخې، هغه کډوال چې د هغوى د پناه عريضه نه منل کېږي، نو په مرحله واره توګه بېرته افغانستان ته لېـږل کېږي.
سرچينې زياته کړې چې د دواړو لورو تر منځ تر شپږو مياشتو خبرو اترو وروسته د (د ګډ حل لارې) تر نامه لاندې پر دغه تړون موافقه شوې ده، دغه تړون به د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره يو قانوني چوکاټ رامنځته کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې په پرونۍ غونډه کې پر دې هم موافقه وشوه، چې ددغه تړون د عملي کولو لپاره به يوه ګډه کاري کمېټه جوړېږي .
د ياد تړون له مخې به افغانستان د اروپايي اتحاديې له اړوندو هېوادونو نامحدود کډوال بېرته قبلوي.
سرچينې زياته کړې، افغانستان وروسته له هغه پر دغه تړون لاسليک وکړ چې اروپايي اتحاديې د بېرته ستنولو کډوالو دنه قبلولو په صورت کې پر افغانستان د مرستو بندولو ګواښ وکړ.
د معلوماتو له مخې، تر سوريې وروسته تېر کال تر ټولو زيات ٢٠٠ زره افغانان اروپايي هېوادونو ته په غير قانوني توګه تللي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، المان غواړي چې سږ کال به ٤٠زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږي.
د راپور له مخې، د نوي تړون له مخې به په هره الوتکه کې ٥٠ کډوال خپل هېواد ته لېږدول کېږي.
په کابل کې د اروپايي اتحاديې او د کډوالو چارو وزارت سرچينو هم د ياد تړون لاسليکول تاييد کړل، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
ويل کېږي چې تر بروکسل کنفرانس مخکې د دغه تړون لاسليکول اړين و؛ ځکه چې د اروپايي اتحاديې ډېرو غړو هېوادونو خپلې مرستې له دغه تړون سره مشروطې کړې وې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










