منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

م م: ايران او پاکستان دې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کي چلند وکړي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٥): د افغان حکومت اجرايي رييس او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر له ايران او پاکستانه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو میثاقونو او قوانینو په رڼا کي چلند وکړي.

د افغانستان حکومت اجرايي رياست په خبرپاڼه کې راغلي، دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې، په ایران او پاکستان کي د میشتو افغان کډوالو په اړه د افغانستان، ایران، پاکستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او افغانستان په مشرۍ د سويس په جينوا ښار کې جوړه شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان حکومت اجرايي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله له پاکستان او ايران څخه مننه وکړه چې افغان کډوالو ته يې ځاى ورکړى خو غوښتنه يې وکړه چې له کډوالو سره د نړیوالو بشري او کډوالۍ قوانینو په رڼا کي انساني چلند وکړي.

دى وايي کېداى شي په روان کال کې د هغو افغان کډوالو شمېر چي له پاکستان، ایران او اروپايي هیوادونو خپل هېواد ته راستنېږي او یا هم په کور دننه بې ځایه کيږي، تر یو میلیون پوري ورسي.

هغه زیاته کړه، سره له دې چي یادو کسانو ته د سرپناه، تعلیم، صحت او نورو اساسي خدماتو برابرول د افغان حکومت له لومړیتوبونو دي، ولي اړتیا ده، چي د کډوالو د بیرته راستنېدو پروسه په احترام، عزت، همغږۍ، په خپله خوښه او په تدریجي توګه مخته ولاړه شي.

د خبرپاڼې له مخې، عبدالله غوښتنې کړې چې افغان کډوالو ته کافي وخت ورکول شي، تر څو هغوی خپل سوداګريز، کورني او نور فعالیتونه په حوصله پای ته ورسوي او له اندېښنو په خالي او ډاډه زړه خپل هیواد ته ستانه شي.

ډاکټر عبدالله ويلي چي د افغانستان، ایران، پاکستان او يو ان اچ سى آر ترمنځ په ۲۰۱۲ میلادي کال کي د حل لاري تر نامه لاندي لاسلیک سوې ستراتیژي تر دې دمه په ښه توګه نه ده عملي سوي او لازم نتایج نه دي تر لاسه سوي، ځکه نو اړتیا ده، چي په دې برخه کي پر واقعیتونو بنا پلان او فعالیت وسي.

نوموړي زیاته کړه، چي د کډوالو په بیا راستنېدنه کي باید ټولي بیروکراټیکي ستونزي له منځه لاړې شي.

دغه راز هغه ويلي چې د افغانستان د سولي او پرمختګ د ملي چارچوب لویه برخه د کورنیو بې ځایه شويو او بیا راستنېدنکو سره همکارۍ ته ځانګړۍ شوې او د دې پلانونو پلي کېدل به له حکومت سره د سرپناه او نورو لومړنیو خدماتو په برابرولو کي مرسته وکړي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي په دغه ناسته کې ويلي چې د نړیوالو مرستو او د افغانستان د سولي او پرمختیایي ملي پلان په پلي کېدو سره به افغانستان کې نه يواځې د بې ځایه شويو بلکې د بیا راستنېدونکو لپاره هم د ژوند اړین شرایط چمتو شي.

ګرانډي ويلي چې يو ان اچ سى آر او د ملګرو ملتونو نوري اړوندي موسسې د کورنیو بې ځایه شويو لپاره د افغان حکومت له پلانونو ملاتړ کوي او په دې برخه کي هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

هغه له ایران او پاکستان نه غوښتي چي له کډوالو سره د نړیوالو میثاقونو او قوانینو په رڼا کي چلند وکړي او د بیا راستنېدو پروسه یې تدریجی، قابل تنظیم، با عزته او له هر ډول سیاسي کشمکشونو لرې وي.

ده ويلي چې حکومتونه او د کډوالو عالي کمېشنري باید د مهاجرینو وضعیت ته د رسیدنې لپاره د نیویارک پرېکړه ليک او د افغان کډوالو د حل لارو ستراتیژۍ ته مراجعه وکړي، تر څو د بیا راستنېدونکو لپاره اضافي همکارۍ جلب شي.

د خبرپاڼې له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال حسین ذوالفقاري په دې ناسته کې ويل چي ایران د لسیزو په اوږدو کي د نژدې یو نیم میلیون راجستر شويو او په همدې شمېر د غیر راجسټر شويو افغان کډوالو کوربه و، خو اوس له اړوندو نړیوالو بنسټونو هیله لري، چي په دې برخه کي له ایران سره مرسته وکړي، ځکه چي د ایران دولت په یواځې سر دغه شمېر کډوالو ته د ژوند لازم شرایط نه شي چمتو کولای.

هغه ويلي اړتيا ده چې د ایران ترڅنګ افغانستان او يو ان اچ سي ار د افغان کډوالو ستونزو ته په رسیدنه کي اړين ګامونه پورته کړي.

د ده په وينا، اړتيا ده چې د کډوالو د نه ستنېدو لاملونه وپلټل شي او اړوندي نړیوالي ادارې له خپلو مسووليتونو سره سم عمل وکړي، تر څو دغي ستونزي ته اساسي حل لاري وموندل شي.

د ده په وينا، خپل هېواد ته افغن کډوالو د نه ستنېدو په برخه کي یوه اساسي ستونزه د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت دی او د دې ستونزي د حل لپاره اړینه ده، چي دولتونه اساسي قدمونه پورته کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه غونډه کي د پاکستان د کډوالو وزیر عبدالقادر بلوچ وویل چي د پاکستان دولت د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو په برخه کي د یوه همکار په حیثیت کار کوي او د ستنېدو پروسه به له افغان حکومت سره په توافق مخ ته بیايي.

هغه وويل، پاکستان ژمن دی چي پر کډوالو به هیڅ راز فشار نه راوړي او ډاډ ورکوي چي د بیرته ستنېدو پروسه به په عزت، امنیت او احترام تر سره شي.

د هغه په وينا، حکومت یې پرېکړه کړې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاته کېدو موده به ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ میاشتي تر ۳۱ مې وغځوي، تر څو د چمتووالي پروسه بشپړه او په دې برخه کې شته اندېښنې له منځه ولاړې شي.

 بلوچ ويلي چي په افغانستان کي ژمي ته په کتو سره به د پاکستان حکومت د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډیسمبر له لومړۍ نېټې بیا د ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتي تر پیله، د کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال