منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ښځو يوې ټولنې په تورخم کې د راستانه شويو کډوالو هرکلى وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱۷ تله ۹۵): په ننګرهار کې د کور ښځينه بهير غړې وايي، راستانه شوي کډوال دې له ټولو حقه حقونو څخه برخمن شي.

د دغه بهير شاوخوا ۱۵ غړې د تلې په ۱۷مه د تورخم سرحدي ښارګوټې ته لاړې او هلته يې د راتلونکو کډوالو د ستونزو اورېدو ترڅنګ د هغوی هرکلی هم وکړ.

دوی چې له ځانونو سره د افغانستان بيرغونه او هغه بينرونه هم لېږدول، چې "خپل وطن ګل وطن ته ښه راغلاست" پرې ليکل شوي وو.

د ياد بهير مشرې مقدس احمدزۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، له يادې چارې يې موخه راتلونکو کډوالو ته د وطن د مينې احساس ورکول او د هغوی د ستونزو اورېدل دي.

هغې زياته کړه، ورسره تللو ملګرو نجونو راتلونکو کډوالو ښځو ته په مينه ستړي مشي کوله او هم يې ترې د لارو د تکليفونو او هلته د پاکستانيو پوليسو د ځورولو کيسې هم واورېدې.

نوموړې وايي: ((کډوالو راته ويل چې په لاره ډېر په تکليف کې شوي دي او څو شپې يې په لاره کې تېرې کړې دي.))

د دغه بهير بلې غړې برېښنا بابکرخېل هم پژواک ته وويل، چې له سفره يې موخه خپلو هېوادوالو سره د ستړي ژوند تر پای وروسته نوي ژوند ته د راتګ هرکلی دی.

هغې زياته کړه: ((کډوال خوشحاله وو، چې بېرته هېواد ته راستانه شوي وو، د دوی په سترګو کې د خوشالۍ اوښکې وې او په دې يې وياړ کاوه، چې خپل وطن ته راستانه شوي دي.))

د يادولو وړ ده، چې د ياد بهير غړو تر دې وړاندې هم تورخم سرحدي ښارګوټي ته ورته سفر درلود؛ خو هغه مهال يې د تورخم سرحد ساتونکو پوليسو د ستايلو په هدف سفر کړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال