مزارشريف(پژواک،۱۹تله۹۵): په بلخ ولسوالۍ کې سيمه ييز زورواکي د دولتي ځمکو له غصب وروسته د خلکو د شخصي ځمکو پر غصبولو لاس پورې کړی دی.
د تلې په ۱۹مه، د بلخ ولايتي شورا ته له بلخ ولسوالۍ څخه راغلو لسګونو قومي مشرانو او ځوانانو شکايت کاوه چې په نوارد بهاوالدين کلي کې سيمه ييز نامسوول وسله وال د سلګونه جريبه ځمکې د غصبېدو کوښښ کوي.
د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي او د دغې ولسوالۍ د پراختيايي شورا غړي شاولي وويل چې له تېرو شپېتو کلونو راهيسې د بلخ ولسوالۍ بالاحصار ته نږدې دوی سلګونه جريبه ځمکه لري.
نوموړي زياته کړه چې دوی ۱۲۰ کورنۍ دي او هره کورنۍ په ياده سيمه کې د ۲۰ جريبه ځمکې ټيکس لري چې د وخت له دولت څخه يې اخيستې ده.
هغه وايي: ((په دغو ځمکو اوس ځينې سيمه ييز پخواني قوماندانان د خېټې اچولو کوښښ کوي، بلکې موږ نه پرېږدي چې خپلو ځمکو ته نږدې شو.))
شاولي وويل چې دغو قوماندانانو په ياده ولسوالۍ کې ډېرې دولتي ځمکې هم پلورلې دي.
نوموړي زياته کړه: ((دغو کسانو يو وخت دوه کلاشينکوفونه درلودل؛ خو د دولتي ځمکو د خرڅلاو په پيسو يې پيکاګانې واخيستې، رېنجرې يې پرې واخيستې؛ اوس يې نو شخصي ځمکو ته ملا تړلې ده.))
شاولي وايي چې څو ځلې د بلخ امنيه قوماندانۍ ته تللي او د خپلې ستونزې د حل جدي غوښتنه يې ترې کړي؛ خو هغوی د زورواکو پر وړاندې بې وسي ښودلې ده.
نوموړي زياته کړه چې د خپلې ستونزې د حل په موخه ولايتي شورا ته راغلل.
هغه په احساساتي ډول وويل: ((که چېرې مو دولت پوښتنه ونه کړي؛ نو همدا وخت به رسېدلی وي چې خپل بېل را واخلو او د دې ټوپکيانو په مقابل کې به درېږو، يا به موږ مړه يوو يا دوی.))
د ياسين په نوم ځوان، چې له مشرانو سره د خپلې ځمکو د لانجې د حل په موخه ولايتي شورا ته راغلی و، پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې يې ځينو زورواکو پلار د همدې ځمکې پر سر ډبولى دى.
د نوموړي پر جامو د وينو نښې ليدل کېدې، زياته يې کړه: ((موږ د خپلې ځمکې سره ته لاړو خو له ټوپکو سره خلک راغلل، زما پلار يې په لغته وواهه او زه يې د کلاشينکوف په کونداغونو و وهلم.))
هغه وايي چې له دوی څخه سيمه ييزو غير مسوولو قوماندانانو چې په دولت کې خورا پېژندنه لري، ځمکې يې نيولې دي.
ولايتي شورا ته د خپلو ځمکو د لانجې د حل په موخه د محمد ياسين په نامه راغلي سپين ږيري پژواک ته وويل چې دولت بايد د ورته شخصي وسله والو مخه ونيسي.
نوموړي زياته کړه چې همداسې شخصي نامسوولو وسله والو د دولت او خلکو تر منځ واټن پيدا کړی.
د هغه په وينا، که چېرې يې دولت پر وړاندې غلی پاتې شي؛ نو خلک به دا ځل د خپلو زورواکو له اړخه د ځورېدو له امله کډه کولو ته مجبور شي.
محمد ياسين وويل چې دوی د خپلو شخصي ځمکو اسناد په لاس کې لري؛ که چېرې ستونزه په بلخ کې حل نه شي نو تر مرکزه به هم ځان ورسوي او تر مرګه به له خپل حق څخه دفاع وکړي.
د بلخ ولايتي شورا هم ددې مسلې پخلی کوي، چې سيمه ييز زورواکي د دولتي ځمکو له غصبېدو وروسته د شخصي ځمکو غصب پسې راخيستې ده.
د ولايتي شورا غړي ذبيح الله کاکړ پژواک ته د بلخ ولسوالۍ په نوارد بهاالدين کلي کې د غير مسوولو وسله والو لخوا د شخصي ځمکو د غصب مسله تاييد کړه.
نوموړي زياته کړه، چې د يادې سيمې خلک ولايتي شورا ته په شکايت راغلی وو، چې يادو زورواکو يې د ځمکو د غصبولو کوښښ کړی دی.
هغه وايي: ((دا ښکاره ده چې ځينو شخصي غير مسوولو وسله والو د خپلو وسلو په زور باندې دولتي ځمکې غصب کړي، اوس چې نورې نه شته نو د خلکو د شخصي ځمکو د غصبېدو کوښښ کوي.))
کاکړ زياته کړه: ((د بهاوالدين خلک د خپلو ځمکو شپيته کلن اسناد لري؛ خو زورواکي وايي، چې د خلکو اسناد جعلي دي، سند يواځې د دوی ټوپک دی.))
نوموړي زياته کړه چې دوی به د ولايتي شورا په توګه په حکومت باندې د يادې مسلې د حل لپاره فشار اچوي.
د بلخ امنيتي مسوولين تاييدوي چې له بلخ ولسوالۍ څخه ورته ځينې خلک د ځمکو د غصبېدو د شکايت په نوم ورغلي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې دوی د سيمې د امنيت ساتلو مسووليت لري.
نوموړي زياته کړه چې پر ځمکو دعوه حقوقي اړخ لري، چې بايد محکمه ورباندې کار وکړي.
د هغه په وينا، دوی د بلخ ولسوالۍ د ځمکو د غصبېدو مسلې ته د حقوقي دعوې بڼه ګوري؛ خو څوک به نه پرېږدي چې د سيمې امنيت ته ګواښ جوړ کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










