منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۰ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې د راستنېدونکو افغان کډوالو معلوماتي سيستم فعال شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٠ تله ٩٥): د درې ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په ننګرهار ولايت کې د راستنېدونکو افغان کډوالو معلوماتي سيستم پر فعاليت پيل وکړ.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيستم نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.

هغه زياته کړه چې په دغو مراسمو کې د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د کډوالو چارو رييس او د کډوالۍ د نړيوالې ادارې (IOM) يونيسف او نورو نړيوالو مرستندويه ادارو استازو ګډون کړی و.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي وويل، د افغان راستنېدونکو معلوماتي سيستم د IOM ادارې په شاوخوا درې ميليونه امريکايي ډالرو لګښت د افغانستان د دوولسو ولايتونو په کچه جوړ شوی دی .

نوموړي زياته کړه، دغه سيستم چې پر انټرنېټ سربېره پر بشپړ تخنيکي وسايلو سمبال دی، په ترڅ کې به ټولې هغه کورنۍ چې تازه له کډوالۍ را ستنېږي، بايوميټريک او په ياد سيستم کې به ثبت شي .

د هغه په وينا، د دغه سيستم له فعالېدو سره به د ټولو را ستنېدونکو کورنيو په اړه بشپړ معلومات د ډيټابيس په شکل ځای پر ځای او د اړتيا پر مهال به ترې مرکز، ولايتونه او اړونده مرستندويه ادارې استفاده کولای شي .

فقيرزي وويل چې د ياد سيستم په جوړېدو سره به د فساد هر ډول مخنيوی وشي ، دغه راز د کډوالو چارو وزارت له لوري د غير ثبت شوو کورنيو سره د سل ميليونه افغانيو مرسته هم وشوه.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال له ټولو مرستندويه ادارو څخه مننه وکړه،چې د کډوالو په نورو برخو کې يې همکاري کړې .

هغه زياته کړه، د دغه سيستم جوړېدلو سره د را ستنېدونکو کورنيو ډيټابيس جوړېږي،چې په يو وخت کې به د کډوالو وزارت، رياست، مرستندويه ادارو او نورو ته د کډوالو په اړه معلومات ورکړي .

د کډوالو چارو رياست د معلوماتو له مخې د روان کال له پيل څخه تر دې مهاله نږدې ۵۰ زره کورنۍ د تورخم بندر له لارې هېواد ته را ستنې شوي،چې ډېری يې په ننګرهار کې مېشتې شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال