کندهار (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): د سوېلي زون وروستيو جګړو او نا اراميو زرګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړې کړې چې له ٧زره څخه ډېرې يې کندهار ښار ته راغلې دي.
دغه کډوال له هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو او د کندهار له پنځو ولسواليو راغلي چې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د مرستو لار څاري.
د کندهار چارواکي وايي، تر دې مهاله له سلګونو کورنيو سره مرستې شوې خو د کډوالو د کره شمېرې د معلومولو له سروې وروسته به له نورو کورنيو سره هم مرستې وشي.
په کندهار کې له پېښو سره د چمتووالي ادارې رييس مسعود احمد پښتون پژواک خبري اژانس ته وويل، د وروستيو جګړو او نا امنيو له امله له اروزګان څخه ٥٠٠٠ کورنۍ، له هلمند څخه شاوخوا ١٣٠٠ کورنۍ، له زابل څخه ٢٠٠ کورنۍ او د کندهار له پنځو ولسواليو څخه ٩٧٠ کورنۍ کندهار ښار ته راکوچېدلې دي.
هغه دغه ولسوالۍ شاوليکوټ، ميانشين، غورک، خاکرېز او معروف يادې کړې چې په دې وروستيو کې په کې د نا امنۍ پېښې ډېرې شوې او ډېر اوسېدونکي يې اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او کندهار ښار ته پناه راوړي.
دى وايي، د دغو کډوالو د ثبت او راجستر چارې روانې دي او تر دې مهاله له ١٢٢٦ کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوې دي.
د پښتون په خبره، د کډوالو د سروې تر بشپړېدو پورې به له زرګونو نورو کورنيو سره هم ورته مرستې وشي.
نوموړي يادونه وکړه چې ورځ تر بلې کندهار ښار ته د کډوالو راتګ ډېرېږي، په داسې حال کې چې ژمى هم پر لاره دى او ډېرى دغه کډوال د سرپناه په برخه کې جدي ستونزې لري.
د هغه په وينا، په کندهار ښار کې کومه مشخصه سيمه يا کوم کمپ نشته چې کډوال په کې مېشت شي، بلکې ډېرى يې د خپلوانو او يا هم کرايي کورونو کې مېشت شوي دي.
خو دى وايي، يوازې په بېړنيو حالاتو کې د لنډ مهال لپاره کولى شي له کډوالو سره د سر پناه په برخه کې مرسته وشي، هغه د بېلګې په توګه د هلمند هغه ٣٠ کورنۍ يادې کړې چې د شپې ناوخته کندهار ښار ته را ورسېدې او هغوى د اقوامو او قبايلو رياست په مېلسمتون کې د ٤٨ ساعتونو لپاره مېشت کړل.
د ده په خبره، له دغو کورنيو سره د ملي سوداګر له خوا د دوو ورځو لپاره د خوړو او څښاک مرسته وشوه او دغه راز د سرې مياشتې د رياست له خوا ورسره د ٢٠٠ کمپلو مرسته وشوه.
پښتون دا هم وويل چې مرستندويه ادارو (WFP, Save the Children, IOM) او نورو ورسره ژمنه کړې ده چې د ١٠زرو کډوالو لپاره د مرستې امکانات لري.
خو دى وايي چې د دې تر څنګ يې د ولسمشرۍ رياست ته وړانديز کړى چې د هرې کډوالې کورنۍ لپاره ١٥زره افغانۍ مرسته ځانګړې کړي چې په منځنۍ توګه د يوې کورنۍ د يوې مياشتې ګوزاره پرې کېداى شي او دغه راز د هغوى د بېرته ستنولو په موخه له هرې کورنۍ سره ٥٠٠٠ افغانيو نورې مرستې ته اړتيا ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم وويل چې تر دې مهاله کندهار ښار ته له ٧٠٠٠ زيات کډوال راغلي او دغه لړۍ لا روانه ده.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کډوالو د ثبت او راجستر لړۍ روانه ده او ولايتي اداره هڅه کوي چې هره اوونۍ له زرو کډوالو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشي.
ده وويل، د دولتي ادارو، مرستندويه موسسو او ملي سوداګرو له خوا تر دې مهاله د سلګونو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده.
خو کډوال هر څه ژر خپلو مېنو ته د بېرته ستنېدو په تمه دي او وايي د جګړو له امله يې درانه زيانونه ګاللي، خپلې مېنې يې پرېيښې او کندهار ښار ته يې په داسې حال کې پناه راوړې چې دلته د اوسېدو لپاره هېڅ په لاس کې نه لري.
نصرالله د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه د مختار سيمې اوسېدونکى دى او څو ورځې هلته د سختې جګړې له امله يې کندهار ښار ته پناه راوړې ده.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د جګړو له امله يې خپل له شتو ډک کور همداسې پرېيښى او د خپلو اولادونو د سرونو د خونديتوب په موخه کندهار ښار ته راغلى دى.
دى وايي: ((نهه کسيزه کورنۍ مې له غاړې ده، په خپله سيمه کې په بزګري بوخت وم او له دې لارې مو خپله ګوزاره کوله، خو کندهار ته په داسې حال کې راغلى يم ان د يوې شپې د تېرولو وس هم نه لرم.))
نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د دوى په سيمو کې دې عمليات وشي او امنيت دې سم شي څو هغوى بيرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
د اروزګان له ترينکوټ څخه راغلى کډوال جان محمد هم له ستونزو او کړاوونو سر ټکوي او وايي، خپلې مېنې يې د جګړو له امله پرې ايښې، خو کندهار ښار ته چې راغلي د دې پر ځاى چې خلک يې لاسنيوى وکړي، د کرايي کورونو بيه يې پرې لوړې کړې دي.
هغه زياته کړه، له ترينکوټ څخه تر راتلو وروسته يې د څو ورځو لپاره د کندهار ښار د لويې ويالې په سيمه کې د خپلو دوستانو په کور کې ګوزاره وکړه، خو وروسته يې په همدې سيمه کې په کرايه کور ونيو.
دى وايي، کندهار ښار ته د کډوالو د بهير له پيلېدو سره د کورونو کرايې لوړې شوي او د ٥٠٠٠ افغانيو کور د مياشتې په ١٠٠٠٠ افغانيو ورکول کېږي چې دا لوى ظلم دى.
دى هم په دې تمه دى چې په سيمه کې يې هر څه ژر امنيت ښه شي او بيرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










