منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له خيبر پښتونخوا نا راجستر افغان کډوال په زوره نه ايستل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٥):  په پېښور کې افغان مسوولین وايي چې له خيبر پښتونخوا څخه نا راجستر شوي افغان کډوالو په زور نه شړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانۍ رسنيو پرون خبر ورکړى و چې په خيبر پښتونخوا ايالت کې د مېشتو نا راجستر افغان کډوالو پر ضد  به د تلې له ٢٥مه عمليات پيل شي او هغوى به په زوره خپل هېواد ته لېږل کېږي.

خو په پېښور کې د افغانستان کډوالو د راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو چارو اتشې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه يې له ځايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړه چې د خيبر پښتونخوا ايالت مسوولينو دا خبره رد کړه او ويې ويل چې دمګړۍ  د نا راجستر شوو کډوالو پر وړاندې هېڅ ډول عمليات نه ترسره کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په پېښور کې د کډوالو اتشه عبدالحميد جليلي د خيبر پښتونخوا د پوليسو له مشرانو سره هم خبرې کړې دي.

جليلي زياته کړې، هر کله چې د نا راجستر کډوالو پر خلاف عمليات پيلېدل، نو په دې اړه به له وخت مخکې افغان کډوالو ته خبر ورکول کېږي.

خو نوموړي ويلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته تګ حتمي دی.

د هغه په وينا، د افغانستان حکومت د کډوالو بېرته ستنېدو ته هرکلی وايي او دې ته تر خپلې وسې اماده ګي لري.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې په پېښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مرکزي دفتر کې د افغان کمېشنرۍ، په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د رياست او د يادې ادارې د لوړ پوړو مقاماتو تر منځ عمومي ناسته وشوه.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د افغان کډوالو اړوند ټول مسايل وڅېړل شول او د حل لپاره يې تصميمونه ونيول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال په اوږدو کې تر اوسه شاوخوا ٢٥٠ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او اوس هم په دغه هېواد کې شاوخوا دوه ميليونه راجستر او نا راجستر افغان کډوال مېشت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال