منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان مېرمن (شربت ګله) پاکستاني پوليسو نیولې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٥): پاکستاني پوليسو هغه افغان کډواله مېرمن د جعلي اسنادو جوړولو په تور نيولې چې د شنو سترګو عکس يې په نړيواله کچه شهرت موندلى و.

دا مېرمنه چې شربت ګله نومېږي، په ۱۹۸۴ زېږديز کال کې د پېښور په ناصرباغ مېشت غالي کې د  یوه امريکايي فوټو ژورنالېست سټيو مک له خوا يې عکس اخيستل شوى و او دا عکس بيا د امريکا په مشهورې نېشنل جيوګرافيک مجلې په ټايټل کې خپور شوى و.

پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې مېرمن شربت ګله د پاکستان د جعلي تذکرې يا شناختي کارډ جوړولو په تور نيول شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې پر نوموړي د فساد او دوکې تورونه دي او اوس د پاکستان د څېړنو له مرکزي ادارې (اېف اى اي) سره بندي ده.

پاکستاني پوليسو ويلي چې مېرمن شربت ګلې له ځان سره د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو تذکرې ساتلې وې.

سرچينې زياته کړې، د پاکستان د احصايې ادارې هغه افسر چې شربت ګلې ته يې کارت جوړ کړى و، له نيول کېدو مخکې له محکمې څخه خپل ضمانت کړى دى.

تر دې مخکې د پاکستان د څېړنو مرکزي ادارې (اېف اى اي) د احصايي ادارې پر هغو افسرانو دوسيه جوړه کړې وه چې يادې افغان مېرمنې ته يې جعلي تذکره جوړه کړې وه.

ويل کېږي چې د مېرمن شربت ګلې خاوند او دوه زامن هم د جعلي کارتونو جوړولو په تور نيول شوي دي.

مېرمن شربت ګله د  ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ د تورې بوړې سيمې اوسېدونکې ده، هغې څو کاله مخکې بېرته خپل هېواد ته ستنه شوې وه، خو دا نه ده معلومه چې اوس بيا ولې په پېښور کې اوسېده.

د هغې عکس چې د ۱۹۸۵ زېږديز کال په جون مياشت کې د امريکا په نېشنل جيوګرافيک مجله کې د «افغانې نجلۍ» تر نامه لاندې چاپ او وروسته بیا دغه عکس خورا مشهور شو.

شربت ګله تر ۲۰۰۲ زېږدیز کال پورې د «افغانې نجلۍ» په نامه يادېده چې په همدې کال يې خپل نوم يانې شربت ګله په ډاګه شو.

دغه عکس په داسې حال کې اخيستل شوی چې شربت ګلې سور سالو پر سر کړی او اوبو ته ورته شنې سترګې يې کمرې ته مخامخ نيولې دي چې په ۱۹۸۰ يمه لسيزه کې د افغان جګړې او په ټوله نړۍ کې د کډوالو د حالت انځورګري کوي.

دغه عکس، هغه مهال د نېشنل جیوګرافیک مجلې په تاریخ کې، تر ټولو غوره عکس ګڼل شوی و.

شربت ګلې د پخواني شوروي اتحاد له لوري په بمباريو کې مور او پلار له لاسه ورکړي او په ۱۹۸۴ کال کې د خپل ورور، درېیو خويندو او نيا سره د پېښور ناصر باغ د کډوالو کمپ ته کډوال شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال