منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حکومت تورخم کې له پاکستانه راستنېدونکو کورنيو سره مرسته کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۰ لړم ۹۵): د حکومت له لوري په ننګرهار کې له راستنېدونکو نا ثبت شويو کورنيو سره د سلو ميليونو افغانيو د مرستې لړۍ پيل شوه.

دغه مرستې په تورخم بندر کې د لړم په لسمه پيل شوې.

په دې غونډه کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې د ولسمشر له لوري د لومړي ځل لپاره له راستنېدونکو نا ثبت شويو کورنيو سره د سلو ميليونو افغانيو د مرستې لړۍ پيل شوه.

نوموړي زياته کړه، له دغې مرستې څخه به هر کس ته درې زره درې سوه او پنځوس افغانۍ ورکړل شي چې له مخې به يې د تازه را ستنو شوو کورنيو يوه اندازه ستونزې حل شي .

هغه د کډوالو چارو رييس ته لارښوونه وکړه چې په تورخم کې را ستنېدونکو کډوالو ته د نورو اسانتياوو ترڅنګ يادې مرستې په شفافه ډول ورکړي.

په دې غونډه کې د کډوالو چارو وزارت مرستيالې او د يادې برنامې مسوولې حليمې وويل، د کډوالو چارو وزارت له يادې بوديجې څخه به هغه کورنيو ته چې ثبت شوي نه دي او پخوا د تورخم له لارې هېواد ته را ستنې شوې دي،هم د منظمې سروې د ترسره کېدو وروسته هرې کورنۍ سره د لس ، لس زره افغانيو مرسته وشي .

د کډوالو چارو مالي او اداري معين انجنير احمد ولي حکيمي وويل، راجستر شوو کډوالو ته د UNHCR ادارې له لوري مرستې ورکول کيږي؛ خو غير راجستر شوي کډوال له مرستو څخه بې برخې و.

نوموړي وويل،له يادو مرستو وروسته به د سل ميليونه افغانيو نوره مرسته هم پيل شي.

ده ډاډ ورکړ چې حکومت پلان لري، ترڅو په دغه ولايت کې د بېرته را ستنېدونکو ديرش زره کورنيو ته د سرپناه اسانتياوې هم برابرې کړي.

په همدې حال کې ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او ورسره مل پلاوي په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو لپاره برابر شوي روغتيايي مرکز څخه هم ليدنه وکړه چې د روغتيا رييس ډاکټرنجيب کامه وال له لوري ورته په بېلابېلو برخو کې معلومات ورکړل شول .

بلخوا د ننګرهار والي له تورخمه تر رارسېدو وروسته د بهسودو ولسوالۍ اړوند په ثمرخېلو کمپ کې د کډوالو لپاره د مرستندويه ادارو له لوري د برابرو شوو سهولتونو څخه ليدنه کوله،وويل،له کډوالۍ هره ورځ د سلګونو کورنيو را ستنېدو په هېواد کې د سوکالۍ او ابادۍ هيلې زياتې  کړې دي .

ګلاب منګل له کډوالۍ د تازه را ستنو شوو کورنيو نارينه او ښځينه څانګو څخه ليدنه وکړه او د مشرانو،مېرمنو او کوچنيانو څخه يې په بېلابېل ډول د را ستنېدو په اړه پوښتنې وکړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال