منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پېښور محکمې د شربت ګلې د ضمانت غوښتنه رد کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٥): د خيبر پښتونخوا د پېښور يوې محکمې د افغان کډوالې مېرمن شربت ګلې د ضمانت غوښتنه رد کړې ده.

مېرمن شربت ګله چې د شنو ښکلو سترګو په لرلو يې نړيوال شهرت موندلی او د نېشنل جيوګرافيک په نوم امريکايي مجله کې يې عکس هم خپور شوى و، څو ورځې مخکې د پاکستاني پوليسو له خوا د دغه هېواد د جعلي پېژندپانې يا تذکرې جوړولو په تور نيول شوې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ‌ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د لړم په ١٢مه په ټولنيزه شبکه کې ليکلي چې دوى د شربت ګلې د قضيې لپاره پياوړي مدافع وکيلان نيولي وو.

خو هغه زياته کړې، سره له دې چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د هغې د خوشې کولو ژمنه کړې وه، له بده مرغه د پېښور محکمې نن په ضمانت د مېرمن شربت ګلې له خوشې کولو انکار وکړ.

د مېرمن شربت ګلې دوسيه دوه ورځې مخکې د پېښور محکمې ته وړاندې شوې وه، خو محکمې په لومړۍ ورځ تر څو لومړنيو خبرو وروسته دا قضيه نن ورځې ته ځنډولې وه.

د افغانستان سفير ويلي، چې د محکمې يادې پرېکړې سره دوى ډېر ناهيلي شوي دي، ځکه چې نه يواځې د کورنيو چارو وزير بلکې، نورو لوړو پاکستاني چارواکو هم د مېرمن شربت ګلې د خوشې کولو ډاډ ورکړى و.

هغه زياته کړې، د پاکستاني ځواکونو له خوا د شربت ګلې نيولو افغانان ډېر دردولي او د محکمې نننۍ پرېکړه د افغانانو احساسات نور هم زيانمن کړل.

زاخېلوال ويلي، د محکمې له پرېکړې سره هغه هدف چې د دواړو هېوادونو د ولسونو د اړيکو ښه والي او د خلکو د زړونو او ذهنونو ګټلو په اړه دی، هم زيانمن شوى دى.

د هغه په وينا، که چېرې د پاکستان مرکزي حکومت لکه څرنګه چې د کورنيو چارو وزير ويلي وو، شربت ګله خوشې کوي، نو بيا اړتيا نه وه چې هغه دې محکمې ته وړاندې شي.

زاخېلوال وايي، پر مېرمن شربت ګلې د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف اى اي) تورونه پورې کړي او مرکزي اداره کولى شي، دا تورونه لرې او هغه خوشې کړي.

د افغانستان سفير ويلي چې مېرمن شربت ګلې جعلي تذکره نه ده جوړه کړې، بلکې د پاکستان د احصايې مرکزي ادارې (نادرا) دغه کارت ورته جوړ کړى دی.

نوموړي زياته کړې چې مېرمن شربت ګله کونډه ده، څلور اولادونه ور له غاړې دي او په خپله هم د زېړي پر ناروغۍ اخته ده.

زاخېلوال د پاکستان له لومړي وزير نوازشريف څخه غوښتنه کړې چې د شربت ګلې په قضيه کې مداخله او د هغې د خوشې کولو امر وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال