کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٥): د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چې ملګرو ملتونو او پاکستان ته يې د کډوالو په اړه د يوې بېړنۍ درې اړخيزې غونډې وړانديز کړى دی.
دغه څرګندونې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار حفيظ احمد مياخېل د لړم په ١٢مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان څه موده مخکې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدنې موده د ٢٠١٧ کال د مارچ تر ٣١مې نېټې پورې غځولې ده.
اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ٢٠١٦ کال د ډسمبر له مياشتې د ٢٠١٧ کال تر مارچ میاشتې په خپله خوښه د دې ادارې له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو پروسه يې د ژمي له امله ځنډولې وه.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار حفيظ احمد مياخېل وايي چې دغه موضوع دوى ته هم اندېښنې پيدا کړې دي.
هغه زياته کړه: ((اوس چې پروسه درېدلې او په مارچ کې د افغان کډوالو موده پاى ته رسېږي، په پاکستان کې مېشت سلګونه زره افغان کډوال څه ډول کولى شي په يوه مياشت يا څو اونيو کې خپل هېواد ته ستانه شي.))
د مياخېل په وينا، څو مياشتې مخکې د پاکستان د کډوالو چارو وزير عبدالقادر بلوچ کابل ته د سفر پر مهال له افغانستان سره دا هوکړه ليک هم لاسليک کړى چې د کډوالو موده به د ٢٠١٧ تر پايه غځوي.
خو هغه زياتوي چې اوس پاکستان له دې خبرې اوښتى او وايي چې وروستۍ پرېکړه به د دغه هېواد کابينه کوي.
مياخېل وويل چې پاکستان د روانې نومبر مياشتې تر ١٥مې پورې غير راجستر شوو افغان کډوالو ته هم وروستی وخت ورکړى، په داسې حال کې چې سلګونه زره غير راجستر افغان کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي او په دومره کم وخت کې نه شي ستنېدلى.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار وايي چې اوس دوى پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته د بېړنۍ درې اړخيزې غونډې وړانديز ورکړى، څو پرې دې موضوع بشپړې او وروستۍ خبرې وشي.
خو د هغه په وينا، تر اوسه دوى ته مثبت ځواب نه دى ورکړل شوى.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ويانده دنيا اسلم خان وايي چې په ژمي کې په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو د لړۍ درولو پرېکړه يې له افغان او پاکستاني حکومتونو سره په ګډه کړې ده.
هغې زياته کړه چې په ژمي کې افغان کډوال نه شي کولى خپلو سيمو ته په خوندي توګه ستانه شي؛ ځکه هر کال د فبرورۍ تر پايه پورې دا لړۍ درول کېږي.
مېرمن اسلم خان وايي، په روان نومبر مياشت کې به يواځې هغه افغان کډوال د دوى د پروګرام له لارې ستنېـږي چې له مخکې يې ځانونه ثبت کړي وي.
نوموړې د ٢٠١٧ کال د مارچ له میاشتې څخه وروسته د افغان کډوالو د مودې د غځولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې اوس په دې اړه څه ويل له وخته مخکې خبره ده.
د هغې په وينا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري به له افغان کډوالو سره خپلو هر ډول همکاريو ته ادامه ورکوي.
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ وياندې وويل چې په تېره مياشت (اکتوبر) کې له پاکستان څخه ١٤٨زره راجستر شوي افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
مېرمن دنيا زياتوي چې د روان زېږديز کال له پيله راهيسې ٣٣٣٨١٦زره راجستر شوي افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










