کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٥): د افغانستان حکومت له پاکستانه په رسمي توګه د افغان کډوالې مېرمنې شربت ګلې د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
مېرمن شربت ګله چې د شنو ښکلو سترګو په لرلو يې نړيوال شهرت موندلی او د نېشنل جيوګرافيک په نوم امريکايي مجله کې يې عکس هم خپور شوى و، څو ورځې مخکې د پاکستاني پوليسو له خوا د دغه هېواد د جعلي پېژندپانې يا تذکرې جوړولو په تور نيول شوې ده.
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي چې د شربت ګلې خلاصون د افغان دولت لپاره لويه مسئله ده او پاکستان دې په دې اړه د افغان ملت حساسيت درک کړي.
د يادې شورا له مطبوعاتي دفتره د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حنيف اتمر دغه څرګندونې نن په کابل کې د پاکستان له سفير سيد ابرار حسين سره په ليدنه کې وکړې.
حنيف اتمر ويلي چې د شربت ګلې خلاصون د افغانستان د دولت لپاره لويه سياسي او حيثيتي مسئله ده او د پاکستان دولت بايد په دې اړه د افغانستان د خلکو او دولت حساسيت درک کړي.
د ملي امنيت سلاکار د پاکستان له سفيره غوښتنه وکړه چې د نوموړې د خلاصون په هلوځلو او درملنه کې په اسلام اباد کې له افغان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال سره پوره همکاري وکړي.
اتمر زياته کړې، افغان دولت په افغانستان کې د شربت ګلې د بسيا او با عزته ژوند لپاره پوره چمتووالی لري او له زندان تر خلاصېدو وروسته به په خپل هېواد کې باعزته ژوند ولري.
خبرپاڼه کاږي، د پاکستان سفیر سيد ابرار حسين وويل چې په دې اړه به خپل دولت ته د افغان دولت غوښتنه ورسوي.
نوموړي زياته کړې چې د شربت ګلې روغتيا او درمنلې ته پوره پاملرنه کېږي.
په دې ليدنه کې په پاکستان کې د نورو افغان زندانيانو تر څنګ له هغه هېواده د راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه هم خبرې وشوې.
مېرمن شربت ګله چې څو ورځې مخکې نيول شوې وه، پرون د پېښور يوې ځايي محکمې د هغې د ضمانت غوښتنه رد کړه.
خو د افغانستان د سفير ډاکټر عمر زاخېلوال د هلو ځلو په پايله کې نوموړې اوس روغتون ته لېږدول شوې ده.
زاخېلوال ويلي چې مېرمن شربت ګله د زېړي پر ناروغۍ اخته ده او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










