منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مېرمن شربت ګله له کورنۍ سره کابل ته ورسېده

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٥): د رنګينو سترګو له امله مشهوره شوې افغان کډواله مېرمنه، تېره شپه دتورخم له لارې افغانستان ته ستنه شوه.

مېرمن شربت ګله چې د شنو ښکلو سترګو په لرلو يې نړيوال شهرت موندلی او د نېشنل جيوګرافيک په نوم امريکايي مجله کې يې عکس هم خپور شوى و، څو ورځې مخکې د پاکستاني پوليسو له خوا د دغه هېواد د جعلي پېژندپانې يا تذکرې جوړولو په تور نيول شوې ده.

د روانې اونۍ په پيل کې د خيبر پښتونخوا د پېښور ښار يوې محکمې شربت ګلې ته د ١٤ ورځو بند ، څه دپاسه يو لک کلدارو نغدي جريمې سزا ورکړه او پرېکړه يې کړې وه، چې افغانستان ته ولېږدول شوه.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مېرمن شربت ګله تېره نيمه شپه په تورخم کې افغان لوري ته وسپارل شوه او هغه له خپلې کورنۍ سره کابل ته ولېږل شوه.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال