مزار شريف (پژواک، ٢١ لړم ٩٥): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د المان پر کونسلګرۍ ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ١١٥ نور ټپيان دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد تېره شپه شاوخوا ١١ بجې شوى دى.
هغه زياته کړه چې ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر په مزار شريف ښار کې د روضې ختيځ لوري ته د المان کونسلګرۍ شمالي دروازې سره جنګولى او چاودنه يې ورکړې ده.
د قادري په وينا، ددې چاودنې له امله د کونسلګرۍ دېوال نړېدلى او چاودنه دومره زوروره وه چې تر پنځو کيلو مترۍ پورې يې د خلکو د کورونو ښيښې ماتې کړې دي.
دى وايي، ددوى د معلوماتو له مخې، له يادې پېښې څخه د درېيو پوليسو په ګډون ٣٣ ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو د بلخ د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نور محمد فيض پژواک اژانس ته وويل چې ملکي روغتون ته څلور جسدونه او ٨٥ ټپيان راوړل شوي، دغه راز مولانا شخصي روغتون ته هم ٣٠ ټپيان ور وړل شوي دي.
دى وايي چې په ټپيانو کې تر ١٥ پورې ښځې او ماشومان هم دي او ډېرى په خپلو کورونو کې د ښيښو او کړکيو د ماتېدو له امله ټپيان شوي دي.
د بلخ ولايت سکتوري رييس ذبيح الله افندي پژواک اژانس ته وويل چې په تاجکستان کې د افغانستان سفير هم د ټپيانو په ډله کې شامل دى.
بلخوا د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ پژواک اژانس ته وويل چې دده د کور ټولې ښيښې هم ماتې شوې او يو زوى يې ټپي شوى دى.
د بلخ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري وايي چې تر ځانمرګي بريده وروسته د کونسلګرۍ الماني ځواکونو او پوليسو هوايي ډزې کړې دي، څو خلک نږدې را نه شي او هغه اوازې يې رد کړې چې وسله وال کونسلګرۍ ته ننوتلي وو.
هغه زياتوي چې په کونسلګرۍ کې دننه يو شکمن تنه يې نيولى چې په لومړنيو پلټنو کې يې ويلي چې له وېرې دلته را ننوتلى و.
نوموړي وويل، دا چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر څه ډول د ښار ترمرکزي برخې رسول شوى په دې اړه پلټنې پيل شوې دې.
د قادري په وينا، حتماً د کونسلګرۍ په داخل يا بهر کې چا خيانت کړى او له بريدګر سره يې مرسته کړې چې په پلټنو کې به دا روښانه شي.
د بلخ والي عطاء محمد نور په يوه خبرپاڼه کې ياد بريد غندلى او زياته کړې يې ده چې په دې کې څلور تنه وژل شوي او تر ٥٠ زيات ټپيان دي.
وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى، طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دا بريد يې په کندوز کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بمبار کې د ملکي وګړو د وژنې د غچ اخيستلو په توګه ترسره کړى دى.
هغه ادعا کړې، چې تر ځانمرګي بريده وروسته ګڼ شمېر وسله وال کونسلګرۍ ته ننوتلي او څو ساعته جګړه يې کړېده.
مجاهد وايي، چې په دې بريد کې يې ګڼ شمېر کورني او بهرني سرتېري وژلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










