مزار شريف (پژواک، ٢١ لړم ٩٥): د بلخ چارواکي وايي چې د المان پر کونسلګرۍ د تېرې شپې په ځانمرګي بريد کې د ياد هېواد ديپلوماتانو ته زيان نه دى اوښتى، خو کونسلګري به ديوې مودې لپاره بنده وي.
دغه ځانمرګى بريد تېره شپه په شاوخوا ١١ بجو د مزار شريف ښار اړونده د روضې ختيځ لوري ته د المان پر کونسلګرى وشو چې له امله يې لسګونه کسان ټپيان شوي او يو شمېر وژل شوي دي.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات او د والي وياند منير فرهاد د لړم په ٢١مه، تر غرمې مخکې د ياد بريد په اړه معلومات ورکړل.
امنيه قوماندان وويل چې د شپې په شاوخوا ١١ بجو يوه بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک خپل هينو موټر د المان کونسلګرۍ له دېوال سره وجنګاوه.
هغه زياته کړه چې دغه موټر يې له ډبرو سکرو څخه ډک او ترې لاندې يې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو چې له امله يې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
سادات ومنله چې په دې پېښه کې شاوخوا ١٠٠ تنه ټپيان شوي، خو زياتوي چې ډېرى يې برسېرن او د ښيښو له امله ټپيان شوي، سخت ټپيان ٣٥ تنه وو چې درې يې پوليس دي.
امنيه قوماندان وويل چې په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي، خو دوه شکمن کسان نن سهار د الماني ساتوونکو له خوا وژل شوي دي.
ده زياته کړه چې ولسمشر اشرف غني نن سهار ورسره ټېلېفوني اړيکې نيولې وې او د پېښې په اړه يې معلومات ترلاسه کړل.
د هغه په وينا، ولسمشر سپارښتنه وکړه چې د پېښې قربانيانو ته يې تسليت ورسوي او تر سروې وروسته ورسره اړينې مرستې وشي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل چې په دې پېښه کې الماني ديپلوماتانو او ساتوونکو ته يې هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
هغه زياته کړه چې الماني ديپلوماتان په مزار شريف ښار کې د ناټو د روزنې ماموريت مرکز ته لېږدول شوي دي.
فرهاد وويل چې دمګړۍ د المان د قونسلګرۍ فعاليت درول شوى، څو يې ودانۍ بېرته ورغول شي .
خو هغه زياته کړه چې دا ډول پېښې د المان پر سياسي او ديپلوماتيکو اړيکو هېڅ اغېز نه کوي او هغوى له افغانستان سره همکاريو ته ژمن دي.
د والي وياند وايي چې د چاودنې له امله تر پنځو کيلو متره پورې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي .
د ده په وينا، کېداى شي خلکو ته تر يو ميليون ډالرو پورې زيان اوښتى وي، خو اړوندو ادارو ته په يوه بېړنۍ غونډه کې دنده سپارل شوې، څو زيانونه په ګوته کړي.
د بلخ امنيه قوماندان ښاريانو ته ډاډ ورکړى چې د مزار شريف ښار د امنيت لپاره يې جدي اقدامات کړي او خلک دې هېـڅ اندېښنه نه لري .
وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت منلى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










