منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکساني ځواکونو ایران ته تلونکي ۳۴ افغانان نیولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۴ کتنې

کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٥): پاکستاني ساحلي ځواکونو ٣٤ هغه افغانان چې غوښتل يې ايران ته په قاچاقي ډول ولاړ شي، نيولي دي.

د پاکستان د ساحلي ځواکونو له خوا د ليندۍ په ١١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی کسانو پرون د بلوچستان په بېلابېلو سرحدي سيمو کې د پلټنو پر مهال ٣٤ افغانان نيولي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، دغو افغانانو چې عمرونه يې له ١٥ څخه تر ٥٠ کلونو پورې دي، غوښتل چې له اسنادو پرته په قاچاقي توګه ايران ته ولاړ شي.

د پاکستان ساحلي ځواکونو ويلي چې نيول شوي کسان تر لومړنيو پلټنو وروسته د پلټنو لپاره نورو امنيتي ادارو سپارل شوي دي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال