ښرنه(پژواک،١٣ليندۍ٩٥): د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت د ليندۍ په١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ګومل ولسوالۍ په امان خېلو سيمه کې د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
وحدت وايي چې په وژل شويو کې يوه ښځه هم شامله ده.
هغه زياته کړه: (( دغه کسان غره ته لرګيو پسې تللي وو چې د بېرته راتګ پرمهال ماين پرې چاودنه کړې ده.))
وحدت تور پورې کړ چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى چې ملکي کسان يې ښکار شول.
د امان خېلو د سيمې اوسېدونکي سيف الله هم ياده پېښه تاييد کړه او پژواک ته يې وويل چې دغه کسان ټول د يوې کورنۍ غړي وو او په يو ټراکټور کې سپاره و چې چاودنه پرې وشوه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ګومل د پکتيکا له لرو پرتو او ناامنو ولسواليو څخه ده چې له ګاونډي هيواد پاکستان سره هم ګډه پوله لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










