منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هلمند کې له بېځایه شوو سلګونو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۵ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٢٩ لیندۍ ۹۵): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د وروستيو جګړو له امله له بېځايه شوو پنځه سوه کورنيو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د سرې مياشتې رييس اسدالله مايار د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پنځه سوه کورنۍ د وروستيو جګړو له امله د ګرشک له بېلابېلو سيمو مرکز ته کډه شوي دي.

هغه وويل چې دغه کورنۍ د يو کمېسيون له لوري سروې شوې او د مرستو د ورکړې لړۍ يې نن پيل شوه.

ده زياته کړه چې هرې کورنۍ ته د لومړنيو توکو په ګډون لس ډوله خوراکي توکي او ځينو کورنيو ته خېمې هم ورکول کېږي.

ده وويل: ((موږ پوره کوښښ کوو چې مرستې اړمنو کورنيو ته ورسوو او شفافيت په پام کې ونيسو.))

د يادو مرستو اخيستونکو له ډلې سيف الرحمن پژواک ته وويل چې د جګړو له امله د ګرشک له ادم خان سيمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته کډه شوې دى.

هغه وايي: ((نن سرې مياشتې موږ د خوراکي موادو تر څنګ يوه خېمه هم راکړه ځکه ما سرپناه نه لرله.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په کورنۍ کې نهه کسان دي او دغه مرستې ورته بسنه نه کوي، بايد نورې مرستې هم ورسره وشي.

د بي بي په نوم يوې سپين سرې ښځې پژواک ته وويل: ((موږ په کور کې ٧ کسان يو، ډېر مشکلات لرو ښه شو چې سرې مياشتې موږ سره کومک وکړ.))

د بي بي په وينا، د سړې هوا له امله يې د کورنۍ ډېرى غړي ناروغ دي خو دوى سره د درملنې مالي امکانات نشته دي.

د روان زېږديز کال په اوږدو کې سرې مياشتې په هلمند کې له شاوخوا دوه زره کورنيو سره اړينې مرستې کړې دي.

د هلمند د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله نږدې لس زره کورنۍ بېځايه شوې دي.

په وروستيو دوو مياشتو کې په هلمند کې په دوامداره توګه د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې وشوې.

په دې جګړو کې وسله والو طالبانو د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو تر څنګ يو شمېر ولسوالۍ هم ونيولې.

هلمند له مرکز پرته ١٣ ولسوالۍ لري چې شپږ يې له وسله والو طالبانو سره دي او د ځينو يې يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال