مزارشريف (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۵): د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين د دغه ولايت د تاريخي او لرغونو سيمو د ساتنې په تړاو اندېښنې لري او زياتوي، د لرغونو سيمو په ناقانونه کيندلو کې سيمه ييز پوليس هم ښکېل دي.
د بلخ اوسېدونکي هم د وسله والو لخوا د تاريخي ځايونو د غيرقانوني کېندلو شاهدي ورکوي؛ خو امنيتي مسوولين بيا ځان ناخبره بولي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د نورو ولايتونو په پرتله په بلخ کې د تاريخي ځايونو د ساتنې په تړاو ډېر کار شوی دی.
نوموړي زياته کړه، د بلخ په ټولو ولسواليو او په ځانګړي ډول په بلخ او دولت اباد ولسواليو کې بېلا بېلو دورو پورې تړاو لرونکي ۱۲۰ تاريخي ابدات او لرغوني ځايونه شته دي.
د هغه په وينا، همداراز په دولت اباد او کشندې ولسواليو کې د تيږو دورې سره تړاو لرونکي لرغوني ځايونه هم شته.
تاريخ پوهان، تاريخي دورې په دوو پړاوونو وېشي، داستاني تاريخي او مدون تاريخي دورې.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، په دغه ولايت کې له داستاني تاريخي دورو څخه تر اوسنۍ معاصرې دورې پورې تاريخي ځايونه شته دي.
نوموړي زياته کړه، له داستاني تاريخي دورو سره تړاو لرونکې د وهران په نامه اتشکده په دولت اباد ولسوالۍ کې شته ده.
همداراز د بلخ ولسوالۍ د نوبهار اتشکده، چې داستاني تاريخي دورې پورې تړاو لري؛ خو په مدونه تاريخي دوره کې هم حساب شوې ده.
خليق وايي، په مدونه تاريخي دوره کې د زردشت پيدا کېدل او ورسره د هغه دور د اتشکدو شتون، بلخ پورې تړلې مهمې تاريخي مسئلې دي.
نوموړي زياته کړه، معاصرې دورې سره تړاو لرونکی لرغونی ځای د امير عبدالرحمن خان په وخت کې جوړ شوی جهان نما بڼ دی، چې د بلخ په خلم ولسوالۍ کې د کابل مزار لويې لارې ته څېرمه موقعيت لري.
هغه د تاريخي ځايونو د بيارغونې په تړاو وويل: ((که د بلخ اطلاعات او فرهنګ رياست نور هېڅ نه وي کړي، د ټول افغانستان په کچه يې د بلخ د تاريخي ابداتو د بيارغونې په برخه کې ډېرې چارې تر سره کړې دي.))
خليق د المان، امريکا متحده ايالاتو، هالنډ او ناروې هېوادونو يادونه وکړه، چې د بلخ د تاريخي ابداتو په بيارغونې کې يې ډېره مرسته کړې ده.
خو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له تېرو لسيزو په دغه ولايت کې د تاريخي ځايونو د غيرقانوني کيندلو په تړاو اندېښنه هم وښوده.
نوموړي زياته کړه، وخت ناوخته په ځينو لرغونو ځايونو کې په غيرقانوني توګه د ځينو ډلو لخوا کيندنې کېږي.
هغه وويل، څه موده وړاندې په دولت اباد ولسوالۍ پورې تړلي د يوه لرغوني ځای له کيندلو خبر شول او د معلوماتو له ټولېدو وروسته معلومه شوه، چې دغه غيرقانوني چارې اربکيان کوي.
نوموړي که څه هم د لرغونو سيمو په ساتنې کې له امنيتي ارګانونو مننه وکړه، چې له دوی سره تل ستړي وي؛ خو د سيمه ييزو پوليسو له چلند څخه خوښ نه و.
د بلخ اوسېدونکي هم د تاريخي ځايونو په غير قانوني توګه د کېندلو شاهدي ورکوي.
د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي ميراحمد خان پژواک ته وويل، په دې ولسوالۍ کې د بلخ بالاحصار د دېوالونو له شاوخوا څخه ډېری وخت خلک کېندنې کوي.
نوموړي زياته کړه: ((ما په خپله خلک ليدلي چې د بالاحصار له دېوالونو يې خاورې وړې دي.))
هغه وايي، داسې کيسې يې ډېرې اورېدلي، چې ځينې وسله وال تاريخي ځايونه کلابندوي او د ځينو قېمتي ډبرو او اثارو د پيدا کېدو په موخه په کې غيرقانوني کيندنې کوي.
خو د بلخ امنيتي مسوولينو بيا د دغه ولايت په تاريخي ځايونو کې د غيرقانوني کيندنو په تړاو ناخبري وښوده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شېرجان دراني پژواک ته وويل، تر دې دمه ورته چا په لرغونو ځايونو کې د غيرقانوني کيندنو په تړاو شکايت نه دی کړی.
نوموړي ډاډ ورکړ چې که څوک په مستند ډول په لرغونو ځايونو کې د کيندنو په تړاو ونيول شي؛ که هر څوک وي، قانوني چلند به ورسره کېږي.
بلخ د هېواد په کچه په سترو لرغونو ولايتونو کې شمېرل کېږي. تاريخ پوهان وايي چې له تېږو دور څخه واخله، د غارونو او بيا د وسپنې تر دورې پورې تړاو لرونکي لرغوني ځايونه په دغه ولايت کې شته دي.
د زردشت د وخت اتشکدې، د بلخ بالاحصار، نوګبند جومات، د حضرت علي روضه او د معاصرې دورې جنګي کلا د بلخ له مشهورو تاريخي او لرغونو ځايونو څخه دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










