کابل(پژواک، ١٩ مرغومى ٩٥): د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په روان کال کې د جګړو او نا امنيو د دوام له امله د کورنيو بې ځايه شوو شمېره څه باندې دوه برابره زياته شوې ده.
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پاليسي مرستيال فضل احمد عظيمي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې وزارت د نوو معلوماتو له مخې، د وري مياشتې له پيل نه د روان کال د لړم مياشتې تر پايه پورې، ١٦٣ زره او ٣٧١ کورنۍ چې نږدې يک ميليون کسان په کې شامل دي، بې ځايه شوي دي.
د هغه په خبره، دا شمېرې د تېر کال د کورنيو بې ځايه شوو په پرتله چې نږدې ٨٠ زره کورنۍ وې، دوه چنده زياتوالى ښيي.
د کډوالو چارو وزارت د پلان او پاليسي مرستيال په ډاګه کړه چې ددې کډوالو زياته برخه د جګړو او نا امنيو له امله په ١١ ولايتونو په ځانګړي ډول کندوز، هلمند، بغلان، سرپل، فراه، بادغيس او فارياب ولايتونو کې له خپلو اصلي استوګنځيو بې ځايه شوي دي.
عظيمي زياته کړه، هڅه کېږي چې د حکومت او نورو اړوندو کورنيو او نړيوالو بنسټونو له لوري ځانګړي شوې مرستې، تر اړمنو ورسول شي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير ويس برمک، د مرغومي په (١٩مه) يوې خبري غونډې ته وويل چې د دې وضعيت دوام ډېر د اندېښنې وړ دى.
هغه وويل چې حکومت دې شمېر بې ځايه شوو ته د مرستو رسولو لپاره ٥٠٠ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.
برمک څرګنده کړه، ټاکل شوې چې تر دوو راتلوونکو اوونيو پورې د کورنيو بې ځايه شوو لپاره د مرستو ټولولو غوښتنه له ملګرو ملتونو سازمان سره شريکه شي.
د برمک د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د نږدې يو ميليون کورنيو بې ځايه شوو له ډلې يې څه باندې ٣٠٠ زره تنه تر اوسه پورې نه دي توانېدلي چې خپلو اصلي استوګنځيو ته ستانه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










