کابل(پژواک، ٢١ مرغومی ۹۵): په افغانستان کې د انسان د قاچاق او ناقانونه کډوالۍ د زيانونو په اړه د عامه پوهاوي کمپاين په داسې حال کې پيليږي؛ چې تېر کال شپږ زره افغانانو پر قاچاقي لارو ژوند له لاسه ورکړى.
د انسان د قاچاق پر وړاندې د مبارزې کمېسيون مشر او د عدليې وزير عبدالبصير انور نن کابل کې خبريالانو ته وويل، ځينې افغانان د دې لپاره چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې ښه ژوند ولري خپل هرڅه يې پلورلي او ناقانونه کډوالۍ ته يې مخه کړې چې ډېرو يې پر قاچاقي لارو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د ده په وينا، ناامنۍ، بېسوادي او ورزګاري د دا ډول کډواليو ستر لاملونه دي.
هغه وويل چې ياد کمېسيون د انسان د قاچاق او ناقانونه کډواليو د مخنيوي په موخه د راتلونکي ١٣٩٦ کال په لومړيو کې په ملي کچه د دې پديدې له زيانونو د خلکو د خبرولو کمپاين پيلوي.
دغه کمېسيون چې مشري د عدلي وزير کوي په ١٣٩٠ کال کې جوړ شوى او د ښځو چارو، لوړو زده کړو، اطلاعات او فرهنګ، عامې روغتيا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، بهرنيو چارو، حج او اوفاقو، کار او ټوليزو چارو او کورنيو چارو وزارتونو د استازو ترڅنګ په کې د ملي امنيت رياست، بشري حقونو خپلواک کمېسيون او مدافع وکيلانو د ټولنې استازي يې غړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيالې مژګان مصطفوي او د ياد کمېسيون د عامه پوهاوي کمېټې مشرې وويل چې د انسانانو د قاچاق ستونزې ته په پام د عامه پوهاوي چارې موثرې دي تر څو خلک د ناقانونه ګډوالۍ له ستونزو خبر شي.
د هغې د معلوماتو له مخې، دغه کمپاين به د هېواد په ټولو ولايتونو کې تر سره شي.
دې وويل چې په دې کمپاين کې به ملاامامان خلکو ته اړين معلومات ورکوي او د خلکو لپاره روزنيز ورکشاپونه جوړېږي.
مصطفوي زياتوي چې د راډيو، تلوېزيون، مخابراتي شبکو او نورو امکانانو له لارې به خلکو ته په دې اړه اړين پيغامونه ورکول کېږي او د پوهنې وزارت به د ښوونځيو زده کوونکو ته د انسان د قاچاق او ناقانونه کډوالۍ زيانونه وښيي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکي چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ الله مياخېل وويل چې په ۲۰۱۶ زېږديز کال ۶۲ زره افغانانو په بهرنيو هېوادونو کې د پناه اخيستو غوښتنليکونه ورکړي دي.
دی زياتوي، له يادو کسانو څه د پاسه شپږ زره کسانو پر قاچاقي لارو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










