جلال اباد (پژواک،۲۱ مرغومى ٩٥): د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو ادارې له لوري له تازه راستنو شوو ۷۷۰ ناراجستر کډوالو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري د مرغومي په ۲۱مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر ۷۱۶ کورنيو د WFP ادارې په مرسته خوراکي توکي ووېشل شول.
خبرپاڼه کاږي چې ۳۴ نورو کورنيو ته د UNOCHA ادارې له لوري د استوګنې په موخه د کورونو د نيولو لپاره ۱۲۰ امريکايي ډالره نغدې پيسې ورکړل شوې .
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو UNOCHA ادارې له لوري شل نورو کورنيو ته د خوراکي توکو د اخيستو په موخه ۱۵۶ امريکايي ډالره نغدې پيسې ورکړل شوې .
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست په هلو ځلو او د U S A D ادارې په مالي مرسته نوولس جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هرې جګړه ځپلې کورنۍ سره د ٢٤٠ ډالرو په ارزښت د ۱۷ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کار او ټولنيزو چارو رياست په استازيتوب فضل هادي فضلزي په خپلو خبرو کې وويل چې ياده مرسته له هغو جګړه ځپلو کورنيو سره وشوه چې له ولسواليو څخه کډه شوي او د جلال اباد ښار اړوند سيمو کې مېشت دي .
نوموړي وويل چې په دغه مرسته کې سل کيلو وړه، لس لېتره غوړي، درې بورۍ وريجې، شامپو، صابون او نور توکي شامل دي.
د يادولو ده چې د ننګرهار په لرو پرتو ولسواليو کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ د جلال اباد ښار شاوخوا سيمو ته راکډه شوي او په سختو اقتصادي شرايطو کې ژوند کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










