کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٥): په پاکستان کې د يوې نوې څېړنې موندنو ښودلې چې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال په ډېرو لږو جرمونو کې ککړ ثابت شوي دي.
له تېرو څه د پاسه درېيو لسيزو راهيسې ميليونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي، خو وروسته له هغه چې پاکستانيو پوليسو له افغان کډوالو سره زور زياتى پيل کړ او د دوى د اوسېدو د مودې د نه غځولو پرېکړه يې وکړه؛نو له تېر يوکال راهيسې شاوخوا يو ميليون افغانان له پاکستان څخه بېرته ستانه شوي دي.
د (ډان) په نامه د پاکستان د يوې مشهورې رسنۍ د راپور له مخې، چې د مرغومي په ٢٦مه، خپور شوى،په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال په ډېرو کمو جرمونو کې ککړ ثابت شوي دي.
سرچينې زياته کړې، دغه موندنې د خيبر پښتونخوا ايالت اړونده معلوماتو ته د لاسرسي د قانون په رڼا کې په جوړ شوي راپور کې څرګندې شوې دي.
سرچينې زياته کړې چې د ياد څېړنيز راپور معلومات د خيبر پښتونخوا حکومت د څارنوالۍ او له پوليسو څخه ترلاسه شوي ، چې ددغه ايالت د چارواکو ادعاوې په کې رد شوې دي.
په راپور کې راغلي چې له ٢٠١٤ څخه تر ٢٠١٦ کاله پورې د رامنځته شوو جرمونو چې په کې تښتونې، قتل، وسله والې غلاوې، چاودنې او غصب شامل دي، معلومات راټول شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د يادې مودې پر مهال په بېلابېلو سيمو کې د رامنځته شوو ١١٦٨٥ پېښو دوسيې ثبت شوې دي، چې په کې يواځې ١٣٤ افغان کډوال تورن شوي چې د ټولو قضيو ١،٢٧ سلنه جوړوي.
د راپور له مخې، په دې قضيو کې ٢٣ زره کسان تورن شوي چې په دې کې يواځې ٣٠٠ افغان کډوال دي او د ټولو تورنو کسانو ١،٣ سلنه برخه جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې ددغه هېواد يو شمېر ځايي چارواکو او په ځانګړې توګه د امنيتي ارګانونو مشرانو تل ادعا کوله چې ګوندې افغان کډوال په ډېرو جرمونو کې لاس لري.
په دغه څېړنيز راپور کې راغلي چې که د چارواکو ادعاوو ته وکتل شي؛ نو په جرمونو کې د افغان کډوالو ښکېلتيا له ١٥ څخه تر ٣٠ سلنې پورې راځي، خو په نوو خپرو شوو معلوماتو کې د چارواکو ادعاوې ناسمې ثابت شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، امنيتي او ملکي چارواکو پر افغان کډوالو د لګول شوو تورونو په اړه اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي.
په راپور کې راغلي، د افغان کډوالو په اړه د پوليسو او څارنوالۍ په معلوماتو کې هم لوى تضاد ثابت شوى، د پوليسو د معلوماتو له مخې، يواځې په ٢٠١٤ کال کې په بېلا بېلو جرمونو کې د لاس لرلو له امله د ١٤٦ افغانانو قضيې ثبت شوي، خو څارنوالۍ بيا دا شمېره يواځې ٥٦ ښودلې ده.
دغه راز پوليسو په ٢٠١٥ کال کې د افغان کډوالو ٩٦ قضيې ثبت کړي، خو څارنوالۍ بيا وايي چې دا شمېره ٤٩ ده. په ٢٠١٦ کال کې پوليسو ١٠٠ قضيې ښودلي ، خو څارنوالۍ يواځې ٢٩ قضيې ثبت کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










