منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۵ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لوګر کې يوه روږدي خاوند خپله مېرمن نشه کولو او خير ټولولو ته اړ کړې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

پل علم (پژواک،٣٠مرغومی ۹۵): په لوګر کې په نشه يي توکو روږدې يوه مېرمن د خپل خاوند لخوا خير ټولولو ته د دې لپاره اړ شوې وه، ترڅو د خير په پيسو د ځان او خاوند لپاره نشه يي توکي واخلي.

دغه مېرمن زرمينه نوميږي چې د لوګر د لرې پرتې ولسوالۍ بره کي برک د بابوړيو د سيمې اوسېدونکې ده او ٤٥کاله عمر لري.

هغې پژواک خبري اژانس ته په نشه يي توکو د روږدېدو کېسه داسې وکړه: (( د ښې کورنۍ يم، په ښه شان او شوکت مو واده وکړ، خو  د ژوند مشکلاتو اړ کړو چې ايران ته مهاجر شو، هلته مې مېړه په مخدراتو اخته شو، بيا يې په زور ماته هم راکړل اوس دواړه پوډريان يو.))

زرمينه وايي چې اوس مهال يې خاوند طلاق کړې،  په هديرو او ويجاړو کورونو کې شپې تېروي.

هغې زياته کړه: (( شپږ لوڼې او يو زوى مې درلودل، مېړه مې لوڼې خلکو ته په لوړ ولور ورکړې، څو  کاله يې ښې مزې پرې وکړې، وروسته ما ورته په بازار کې ګدايي کوله، خو دا يو کال کې سره جدا يو، يو د بل له حاله هم خبر نه يو.))

زرمينه په ملا کړوپه ده، لرګى يې په لاس کې دى ،شنه چادري يې پر سر کړې او په مرکز پل علم کې سړې هوا  کې ناسته ده او هر لاروي ته لاس نيسي او د خير غږ  پرې کوي.

د هغې په وينا، هره ورځ  د سلو افغانيو نشه يي توکي اخلي او بيا يو پټ ځاى پيدا کوي او هلته يې څکوي.

د زرمينې چې د مخ هډوکي يې له ورايه ښکاري زياته کړه: (( ځينې کسان خير راکوي  خو ځينې نور بيا راڅخه د پيسو په بدل کې د بد کار غوښتنه کوي، نه پوهيږم چې اخر به مې ژوند چېرته ورسيږي؟))

هغې دا هم وويل: (( کله چې د خپل زوم کره ځم نو هغه راڅخه د شپې د تېرولو په بدل کې سل افغانۍ غواړي او له بازار څخه کورته يې ترکاري هم وړم، زوم مې هم نشه يي دى.))

نوموړې وايي چې که زوم ته پيسې ورنه کړي بيا د شپې تېرولو ځاى نه ورکوي او بد وضعيت ورسره کوي.

هغې دا هم وويل چې د خپل زوى او نورو لوڼو په اړه معلومات نه لري، ځکه يو کال کيږي  چې له هغوى څخه جلا ده.

زرمينې زياته کړه: ((کومه ورځ چې نشه ونه کړم بيا مې ځان درد کوي، زما په شان دلته نورې ښځې هم شته او کله کله په ګډه نشه کوو.))

هغې د خپلو خبرو په پاى کې وويل، حاضره ده چې درملنه شي او د نورو انسانانو په څېر ټولنه کې ښه ژوند پيل کړي.

زرمينه وايي چې تر اوسه حکومت او يا هم بل چا ورسره د درملنې او يا هم نورو برخو کې مرسته نه ده کړې.

لوګر د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې څخه دى چې د کوکنارو  کښت  په کې صفر دى.

خو د لوګر د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس عبدالنادر واحدي پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې نږدې ١٣ زره کسان په نشه يي توکي روږدي دي چې لس سلنه يې ښځې جوړوي.

د هغه په وينا، په دې ډله کې ډيرى يې هغه کسان دي چې له ګاونډي هېواد ايران څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

واحدي وايي چې د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې دوى د ملا امامانو او قومي مشرانو په همکارۍ ډير کار کړى، خو بيا هم ځينې کسان په دې توکو اخته شوي دي.

ده وويل چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه دوى په مرکز پل علم او محمد اغې ولسوالۍ کې دوه مرکزونه لري.

نوموړي زياته کړه: (( که زرمينه او يا هم ورته نور کسان موږ ته مراجعه وکړي په دې مرکزونو کې يې درملنه کوو.))

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد پژواک ته وويل، پوليس وروستۍ هڅې کوي ترڅو په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د کار وبار مخه ونيسي.

هغه زياته کړه: (( دا جرم دى موږ چې د نشه يي توکو کاروباريان پيدا کړو حتمن يې نيسو او قانون ته يې سپارو.))

عابد وايي چې له يو شمېر نورو ولايتونو څخه په پټه او لرو لارو نشه يي توکي لوګر ته قاچاق کيږي او بيا دلته په خلکو پلورل کيږي.

د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې نږدې درې ميليونه کسان په نشه يي توکو اخته دي او دغه شمېره ورځې تر بلې مخ په ډيرېدو ده.     

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه