منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

راتلونکې مياشت د افغان کډوالو په اړه درې اړخيزه غونډه جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٥): ټاکل شوې ده چې راتلونکې مېاشت د افغان کډوالو په اړه په پاکستان کې درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

د اجرائیه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه د سلواغې په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډاکټر عبدالله نن په کابل کې‌ د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له نوې مشرې فاتحه المجزوب عبدالله سره د کډوالو په اړه پر جوړېدونکې درې اړخیزې غونډې خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې په ایران او پاکستان کې‌ د مېشتو افغان کډوالو د استوګنې،‌ د هغوی د ستونزو د حل او هېواد ته په عزت د بیا راستنېدو او د کډوالو په اړه د جوړېدونکې درې اړخیزې غونډې په اړه بحث وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي، ډاکټر عبدالله مېرمن مجزوب ته په افغانستان کې د هغې پر ټاکل کېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې د کډوالو او بې ځایه شوو موضوع د افغان حکومت لپاره لومړیتوب لري او حکومت هیله لري چي د کډوالو عالي کمېشنري به په دې برخه کې کارونه همغږي کړي.

هغه زیاته کړه، د کډوالو او بیا راستنېدونکو او د بهرنیو چارو وزارتونه د افغان کډوالو د ستونزو په حل کار کوي‌ او لازمه ده چې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې له افغان ادارو سره په ګډه کار وکړي.

اجراييوي رييس ويلي، چې ‌ د کډوالو او په کور دننه د بې ځایه شوو کسانو سره د مرستې په برخه کې لازمه ده چې هم افغان حکومت او هم نړیواله ټولنه لومړیتوبونه وټاکي او د هماغو تعیناتو پر اساس مخته ولاړ شي.

 په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ نوې مشرې فاتحه المجزوب عبدالله وویل،‌ دوی کار کوي څو د افغان دولت او مرسته کوونکو ادارو لخوا د ۲۰۱۷ کال د بشري مرستو لپاره پيل شوى کمپاین تقویه شي او له اړمنو خلکو سره مرستې وشي.

هغې زیاته کړه، له مرسته کوونکو هیوادونو سره د ګډ‌ کار ترڅنګ دوی هڅه کوي چي له ایران او پاکستان څخه د بیا راستنېدونکو افغانانو سره مرسته وکړي.

نوموړې یادونه وکړه چي په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه به د راتلونکې فرورۍ میاشتې په ۱۵ مه د ملکرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ،  افغانستان او پآکستان درې اړخیزه غونډه جوړه شي او هلته به پر اړوندو مسايلو باندې بحث وشي.

المجزوب ویلي، دوی به خپل ټول فعالیتونه له افغان ادارو سره په همغږۍ سرته رسوي‌ او هڅه به کوي چې د افغان حکومت له کاري پلانونو او فعالیتونو ملاتړ وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال