جلال اباد (پژواک ۱۲سلواغه ٩٥): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي چې تېره مياشت يې له شلو زرو زياتو کورنيو سره مرستې کړي؛ خو هېواد ته راستانه شوي کډوال بيا د مرستو له نا انډوله وېش څخه شکايت لري.
راستانه شوي کډوال وايي چې يا ورته هېڅ مرستې نه رسيږي او يا هم په دوو کورنيو د يوې کورنۍ توکي ورکول کيږي.
دوی دغه راز شکايت کوي چې هره ورځ د کډوالو چارو رياست مخې ته د مرستو په تمه ورځي؛ خو په ورځو ورځو يې څوک شکايت هم نه اوري.
خو د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ مياشت کې يې له شلو زرو ډيرو داخلي بې ځايه شوو او راستنو شوو کډوالو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو او نغدي مرستې ترسره کړې دي.
نوموړي زياته کړه چې دا مرستې د يو شمېر مرستندويه نړيوالو موسسو لخوا راټولې شوي او په يادو کورنيو په بېلابېلو وختونو کې وېشل شوې دي.
د کډوالو د رييس د معلوماتو له مخې، يادې مرستې له هغو کورنيو سره شوي چې پخوا دوی راجستر کړې وې.
بلخوا يو شمېر کډوالې کورنۍ د مرستو وېش لړۍ شفافه نه بولي او وايي، هغه چا سره مرستې کېږي چې واسطې ولري او يا د کډوالو چارو رياست کې کمېشنکارانو ته پيسې ورکړي.
د کډوالو چارو رياست مخې ته ولاړې ډلې ډلې ښځې او سړي ليدل کيږي، چې د مرستو په تمه عريضې په لاس ولاړ وي او ټول د مرستو د وېش له څرنګولي شکايتونه کوي.
د يادو کسانو له ډلې سپين سرې بي بي ګل، چې د ننګرهار پچيراګام ولسوالۍ له جګړې ښار ته را کډه شوې پژواک ته وويل چې له تېرو دوو اوونيو راهېسې هره ورځ د مرستې په تمه راځي؛ خو هېڅ مرسته يې نه ده تر لاسه کړې.
هغې زياته کړه: ((دا مې اسناد دي همدې رياست راکړي، هره ورځ راته وايي چې سبا راشه؛ خو هيڅ مرسته راسره تر اوسه ونه شوه، څوک چې واسطه لري، هغوی ته مرستې ورکوي او موږ قرار ولاړ يو.))
څلويښت کلن زرګل هم د ياد رياست مخې ته د مرستې په تمه ولاړ و. دی وايي دوه مېاشتې يې کيږي چې له پاکستانه راستون شوی، کار روزګار يې هم نشته او مرستې هم ورسره نه دي شوي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې يا دې حکومت ورته کار پيدا کړي او يا دې هم د مرستو لړۍ شفافه کړي، تر څو هرې اړمنې کورنۍ ته مرستې ورسيږي.
د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې چېرته چې هره راتلونکې کډواله کورنۍ راجستر او د مرستې په خاطر فورمه ورکول کيږي، هم دغه کډوال شکايت کوي، چې مرستې په ناانډوله توګه وېشل کيږي .
صفى الله چې اصلاُ د کونړ اوسېدونکی دی او پخوا د پاکستان په پېښور ښار کې اوسېده، وايي چې له خپل تره سره يې يوځای کډه رابار کړه؛ خو په تورخم کې ورسره د مرسته کوونکو ادارو له لوري ښه چلند ونه شو.
دی وايي: ((چېکن کې مې ورته خپله بستره وښوده، لوښي، اولادونه، هر څه و؛ خو بس ويل يې چې ستا په کډه کې اورلګيد نشته او نوم يې راله ونه ليکه.))
هملته د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې د (IOM) ادارې يو مامور هم مني چې يو شمېر کورنيو ته د مرستو فورمې نه ورکول کيږي؛ خو دا هغه کورنۍ دي چې پخوا يې هم يو ځل چکن کړی وي او مرستې يې تر لاسه کړې وي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي هم د مرستو د وېش ځنډ مني؛ خو وايي، دا مرستې نړيوالې ادارې کوي او دوی يوازې هغوی ته لېستونه سپاري او هر کله چې د چا په نوم مرسته راشي، هغو کورنيو ته خبر ورکول کيږي او مرستې ورسره کېږي.
فقيرزي ډاډ ورکړ چې ټولو کورنيو سره مرستې کيږي؛ خو هرې کورنۍ ته په خپل وخت نمبر ورسېږي.
دی وايي، هغه کورنۍ چې له پاکستان څخه راځي همالته ورسره په صفري نقطه کې مرستې کيږي او هغه کورنۍ چې د جګړو له وېرې داخلي بې ځايه شوې وي، دوی ورسره په نمبر مرستې ترسره کوي.
فقيرزی په تورخم کې د مرستو د نا انډوالۍ په اړه وايي چې دا چاره د نهو ادارو يو ګډ پلاوى ترسره کوي او د کورنۍ تر مشخص کېدو وړاندې هيچا سره مرستې نه کېږي.
د يادولو ده چې په دې وروستيو کې شاوخوا شپږ سوه زره کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي، چې نږدې ۷۵ سلنه يې په ننګرهار کې مېشت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










