منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په المان کې د افغان او عراقي پناه غوښتونکو د ايستلو پر ضد لاريون وشو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤سلواغه ٩٥): د المان په څو ښارونو کې سلګونو کسانو د افغان او عراقي کډوالو د ایستلو په اړه پراخ لاريونونه وکړل.

د الماني رسنۍ (ويچه وله) د راپور له مخې، لاريون کوونکو د المان په پلازمېنه برلين کې شعارونه ورکول "د پناه غوښتونکو وېستونکي له طالبانو سره مرسته کوي" او "ترهګري دې له عراق نه ووځي. "

په راپور کې راغلي چې د شنبې په ورځ د المان په ١٣ ښارونو کې د پناه غوښتونکو د شړلو پر ضد تر (د افغانانو ايستل همدا اوس ودروئ) تر نوم لاندې پراخ لاريونونه وشول. په دغو ښارونو کې د تورينګن ايالت د مرکز ارورټ په ګډون د نورنبرګ، هامبورګ، هانوفر او شويرين ښارونه شامل دي.

سرچينې زياته کړې، لاريون کوونکو ويل چې د افغانستان په هېڅ برخه کې امن نشته. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې امنيتي وضعيت خراب شوى دى، خو بيا هم د المان څو ايالتونو په ډسمبر او جنوري مياشتو کې افغان ګډوال ايستلي دي.

په دغه راپور کې راغلي: ((دا کسان په داسې شرايطو کې بېرته لېږل کېږي چې ژوند يې له ګواښ سره مخ دى.))

په راپور کې راغلي چې تر اوسه د المان برلين ايالت د پناه غوښتونکو د وېستلو طرحه نه لري، خو بيا هم په دې ايالت کې مېشت افغان کډوال د دوى د وېستلو په اړ اندېښمن دي، بيا هم د ياد شوي ايالت سنا بايد ددې موضوع په اړه څرګند موقف خپل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د المان لومړۍ وزيرې انګلا میرکل د جرمني د ايالتونو د لومړيو وزيرانو سره يې د رد شوو پناه غوښتونکو د چټکې اېستنې په اړه پر يوه طرحه هوکړه کړې ده.

ټاکل شوې چې په دې برخه کې يو قانوني هم تصويب شي، مېرمن مرکل او د ١٦ايالتونو لومړيو وزيرانو د تېرې پنجشنبې په ورځ په برلين کې د رد شوو پناه غوښتونکو پر يوه ١٦ فقره يي طرحه هوکړه وکړه. د طرحې يو مورد هم په برلين کې د اخراج د همغږۍ مرکز جوړول دي چې د ټولو ايالتونو استازي په کې شامل دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال