منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“افغان حکومت له کوم هېواد سره په زوره د افغان کډوالو د ايستلو هوکړه نه ده کړې”

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٥): حکومت د روان زېږديز کال تر پايه پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو د مېشتېدو نېټې له غځېدو خبر ورکړى او وايي، افغانستان له هيڅ کوم هېواد سره هم د افغان کډوالو په زوره اېستلو هوکړه نه ده کړې.

د حکومت د اجراييه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل، نن په خبري ناسته کې وويل، چې په پاکستان کې تر يوه کال پورې د افغان کډوالو د مېشتېدو هوکړه، پرون په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ "UNHCR" استازو ترمنځ شوې ده.

هغه زياته کړه: "د يادې هوکړې پر بنسټ، ټاکل شوې چې په پاکستان کې د يو شمېر افغان کډوالو د مېشتېدو کارتونو موده د ٢٠١٧ کال تر پايه وغځول شي او دغه راز په پاکستان کې د نورو مېشتو افغان کډوالو د ثبت لړۍ هم پيل شي."

د حکومت د اجراييه رياست مرستيال وياند زياته کړه، په دغه ناسته کې دغه راز ټينګار شوى چې له پاکستان څخه به هيڅ افغان کډوال هم په زور نه ايستل کېږي.

هغه څرګنده کړه، پاکستاني لوري هم ژمنه کړې، څو هغه افغان کډوالو ته به ځانګړې ويزې ورکوي چې په پاکستان کې پر سوداګرۍ بوخت دي او يا هم کورنۍ اړيکې لري.

بلخوا د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي په يوه بله خبري ناسته کې وويل، چې په روان لمريز کال کې له پاکستان څخه شاوخوا يو ميليون افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

مرتضوي د دې خبرې په څرګندولو سره چې حکومت تر اوسه پورې له هيڅ هېواد سره په زوره د افغان کډوالو د ايستلو هوکړه نه ده کړې، وويل چې حکومت له ټولو هغو حکومتونو چې افغان کډوال راستنوي، غوښتي څو ټول هغه کډوال چې د پناه اخيستو غوښتنه يې نه ده منل شوې، په تدريجي ډول له خپلو هېوادونو رابهر کړي، هغه هم په هره الوتنه کې بايد له پنځوسو کسانو زيات نه وي.

د بشر حقونو د نړيوال څار بنسټ د معلوماتو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې دوه ميليون افغان کډوال مېشت دي، چې له دې جملې يې ٧٥٠ زره کسان د مېشتېدو قانوني اسناد نه لري.

بلخوا د افغان حکومت چارواکو، په نړۍ کې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا شپږ مليون کسان ښودلى، چې د نړۍ په ٥٢ هېوادونو چې ډېره اندازه يې په پاکستان او ايران کې مېشت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال