غزني ښار (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٥): د هلمند له جګړو څخه غزني ولايت ته بې ځايه شوي کډوال په سختو شرايطو کې ژوند کوي او اړينو مرستو ته اړتيا لري.
دغه ٩ هلمندۍ کورنۍ غزني ښار ته څېرمه دعلي لالا سیمې په سپینه واوره کې خېمې درولې او همدلته شپې سبا کوي.
يادې کورنۍ وايي چې تراوسه په دغه ولایت کې ورسره هېڅ راز اړینې مرستې نه دي شوې او دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی محمد انور وايي چې هلته يې ژوند تریخ و او څو تنه يې په جګړو کې له لاسه ورکړي دې .
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ماشومان يې د سړې هوا له امله په ګڼو ناروغیو اخته شوي که يې لاس نیوی ونه شي؛ نو د جګړو پر ځاى دلته به له يخنۍ مړه شي.
نوموړی وايي :(( هلته به هره ورځ جنګونه وو له کوره نه شوای وتلی مجبوره شوچې دلته راشو ، دلته نه خوراکي مواد لرو او نه هم اوبه.))
له دې ولایت څخه راغلی بل اوسېدونکی خان محمد وايي، له کله راهيسې چې راغلي دي نو ماشومان يې ټول ناروغان دي، دومره پیسې نه لرې چې درملنه يې وکړي.
د هغه په وينا، څو ورځې مخکې له طبيعي پېښو سره د چمتووالي رياست له لوري څه ناڅه مرسته وشوه خو هېڅ بسنه يې ونه کړه.
ده زياته کړه : ((دلته مو خېمې په واورو کې درولې دي، له یخه مو ماشومان خوب نه شې کولی ټول ناروغان دي.))
وړه ماشومه فرشته چې خپل پلار يې د هلمند د سنګین ولسوالۍ په جګړو کې له لاسه ورکړى، وايي چې له خپلو خپلوانو او وروڼو سره غزني ولایت ته را کډه شوې ده .
هغه چې اوس مهال په یوه لاسي جوړه شوې خېمه کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي په ژړغوني غږ پژواک ته وويل چې د کور سرپرست نه لري او مرستو ته اړتيا لري.
دې زياته کړه : (( په کور کې هېڅ نه لرو، زما خویندې او وروڼه ټول ناروغان دي.))
په غزني کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ريیس حفیظ الله ګلستانى وايي چې دوى له دې کورنيو سره مرستې کړې، خو زياتوي چې هغوى نورو مرستو ته هم اړتيا لري.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې دا کورنۍ اوس مهال په سختو شرایطو کې ژوند تېروي.
ده زياته کړې چې له دوى سره شوې مرستې کمې وې او بسنه نه کوي
د ګلستاني په وينا، دوى به ددغو کورنيو ستونزې له ولایت مقام او نورو ادارو سره شریکې کړي چې ورسره نورې مرستې وشي.
غزني ته نه یوازې له هلمند ولایت څخه څو تنه را کډه شوي ، بلکې له نورو ولایتونو څخه هم د جګړې له وېرې زیات شمېر خلک را کډه شوي او تراوسه ورسره اړینې مرستې نه دي شوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










