مزارشريف (پژواک، ۲ کب ۹۵): د سرپل والي په دغه ولايت کې د داعش او ازبکستانۍ ترهګرو ډلو د جلب و جذب د پيلېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي ګواښ وکړ چې که چېرې مرکزي حکومت د ياد ولايت امنيتي حالت ته پاملرنه ونه کړي؛ نو تر راتلونکي کال پورې به ستونزې لا ډېرې شي.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت چې د کب په ۲مه يې د بلخ په مرکز- مزارشريف ښار کې د سرپل د امنيتي حالت په تړاو خبري ناستې ته خبرې کولې، اندېښنه وښوده چې اوس دغه ولايت يوازې د کورنيو وسله والو مخالفينو تر ګواښ لاندې نه، بلکې نړيوالو ترهګریزو ډلو هم په کې ژور فعاليتونه پيل کړي دي.
نوموړي زياته کړه، يوازې بلخاب ولسوالۍ په ټوله معنا د حکومت په ولکه کې ده او په پاتې ټولو سيمو کې وسله وال مخالفين فعاليتونه لري.
د هغه په وينا، د کوهستانات ولسوالۍ ډېره برخه د وسله والو په واک کې ده، دغه راز د مرکز په ګډون په پاتې ټولو ولسواليو کې وسله وال مخالفين چېرې کم او چېرې ډېر فعاليت لري.
ظاهر وحدت،چې له تېرو ۱۶ مياشتو د سرپل والي دی؛ د ازبکستاني نړيوال ترهګر طاهر يولداش د زوی ظاهر يولداش يادونه وکړه چې په خورا قوي امکاناتو د سرپل، فارياب او جوزجان ولايتونو پر پوله ځای پر ځای شوی دی.
هغه په دې تړاو ډېر اندېښمن و چې يادې ډلې له همدې سيمې جلب و جذب پيل کړی دی.
د سرپل والي په دغه ولايت کې د داعش ترهګريزې ډلې د جلب او جذب او فعاليتونو په تړاو هم خبر ورکړ.
نوموړي زياته کړه چې دغې ډلې له وسله والو طالبانو سره ژورې خبرې اترې روانې کړې او په همدې ډله کې يې جلب و جذب هم پيل کړی دی.
د هغه په وينا، د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان غضنفر له داعش ترهګريزې ډلې سره يو ځای شوى او له نورو قوماندانانو سره يې هم خبرې روانې دي.
ظاهر وحدت مرکزي حکومت ته ګواښ کړی که چېرې مرسته او ملاتړ يې ونه کړي؛ نو د دغه ولايت امنيتي حالت به لا کړکېچن شي.
نوموړي زياته کړه چې دوی بار بار مرکزي حکومت او نړيوالو ته د سرپل د امنيتي حالت ته د پاملرنې کولو سپارښتنې کړې؛ خو تر دې دمه يې کومه نتيجه نه ده ورکړې.
په تېر يو کال کې وسله والو مخالفينو د سرپل د نيولو په نيت درې ځلې د دغه ولايت پر مرکز بريدونه کړي؛ خو بريالي شوي نه دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










