منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکستانيو پوليسو سلګونه افغان کډوال نيولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۷ کتنې

کابل  (پژواک، ٢ کب ٩٥:) پاکستانيو پوليسو ددغه هېواد په بېلا بېلو سيمو کې سلګونه افغان کډوال نيولي دي.

ددغه هېواد رسنيو د کب په ٢مه، خبر ورکړى چې تر ټولو زيات افغان کډوال د پنجاب ايالت په بېلا بېلو سيمو کې نيول شوي دي.

دغه راز په راپورونو کې راغلي چې په خيبر پښتونخوا، سند او بلوچستان ايالتونو کې هم ګڼ شمېر افغان کډوال نيول شوي دي.

 د بلوچستان ايالت پوليسو ويلي چې دوى تېره ورځ د مرکز کويټې ښار اړونده له بېلا بېلو سيمو څخه ٦٢  افغان کډوال نيولي دي.

پوليسو ويلي چې دا کسان يې د ناقانونه کړنو، ناقانونه اوسېدو او  د اسنادو نه لرلو په تور نيولي دي.

د پاکستانيو پوليسو لخوا د افغان کډوالو د نيولو لړۍ وروسته له هغه ګړندۍ شوه چې ددغه هېواد په څلورو واړو ايالتونو کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې وشوې چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ددغو نيونو او پر افغانستان د توغندويي بريدونو له امله د پاکستان سفير احضار کړى و. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال