کندهار (پژواک، ٣ کب ٩٥): چارواکي وايي، پاکستان د افغان کډوالو شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ په زور د کندهار ښوراوک ولسوالۍ ته را لېږدولې دي.
پاکستان دغه ګام له هغه وروسته اخلي چې د دغه هېواد په یو شمېر ایالتونو کې له چاودنو او ځانمرګو بریدونو وروسته یې د تورخم او دوستۍ دروازې هم وتړلې.
د کندهار د ښوراوک ولسوال عبدالنافع د کب په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۵۰۰ افغان کورنۍ چې د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې په نوشکي، مستونګ، د کویټې په سریاب او یو شمېر نورو سیمو کې اوسېدې، د پاکستان لخوا په زور دغې ولسوالۍ ته را لېږدول شوې دي.
ده زیاته کړه، ډېرې دغه کورنۍ د ښوراوک ولسوالۍ اوسېدونکې دي، خو د اروزګان ولايت او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي هم په کې شامل دي.
د نوموړي په وینا، دغه کورنۍ اوس د ښوراوک په سرلټ، سابان او شېراني سیمو کې مېشت کړل شوې دي.
ولسوال وویل، په دې اړه یې ولایت مقام ته خبر ورکړی او له هغوی څخه یې د دغو کورنیو لپاره د لومړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم ومنله چې پاکستان ۵۰۰ افغان کورنۍ په زور له ډیورنډ کرښې ښوراوک ولسوالۍ ته را اړولې دي.
خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، ولسوال ته سپارښتنه شوې چې معلومه کړي د دغو کورنیو شمېر څومره او د کومو سیمو اوسېدونکي دي.
ده زیاته کړه، ولایتي اداره به هڅه وکړي له دغو کورنیو سره لومړنۍ مرستې وکړي او د استوګنې ځایونه ورته برابر کړي.
پژواک هڅه وکړه، چې د پاکستان لخوا په زور له دغو رالېږدول شوو کورنیو سره خبرې وکړي، خو د ښورواک په کومو سیمو کې چې دوی مېشت شوي هیڅ راز مخابراتي اسانتیاوې نشته.
په دې اړه د پاکستان حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي.
خو په دغه هېواد کې له چاودنو او ځانمرګو بریدونو وروسته یې له ننګرهار ولایت سره د تورخم او د کندهار ولایت سره دوستۍ دروازې تړلې او نن په څلورمه ورځ هم د هر راز تګ راتګ لپاره تړلې دي.
د دغه هېواد ځواکونو پر دې سربېره چې ۵۰۰ افغان کورنۍ یې په زور افغانستان ته رالېږدولي، ګڼ شمېر افغانان یې نیولي او په زندانونو کې يې اچولي دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










