منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۲ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له المانه ۱۸ نور افغان کډوال ایستل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۱ کتنې

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٤): المان د افغان کډوالو هغه ١٨ کسيزه ډله له خپل هېواده ايستلې چې په محکمو کې يې د پناه اخيستلو دوسيې رد شوې دي.

دا درېيمه ډله ده چې د تېر کال له وروستيو څخه تر دې مهاله له المان څخه کابل ته لېږل کېږي.

الماني رسنيو د کب په ٤مه خبر ورکړى چې دغه اتلس افغانان پرون په يوه ځانګړې الوتکه کې کابل ته را ولېږدول شول.

له دې مخکې هم د ٥٠ او ٤٠ کسیزو ګروپونو کې افغانان کابل ته را لېږدول شوي دي.

تېر کال تر ټولو ډېر کډوال چې ۸۰زره ته رسېدل، له المانه ایستل شوي او د دغه هېواد چارواکي وايي چې ياد شمېر به په ۲۰۱۷ کال کې لا لوړ شي.

د اروپايي اتحاديې دغه غړي ويلي چې هېواد ته یې په تېرو ۱۸ مياشتو کې تر يو ميليون ډېر کډوال ورغلي چې ډېری يې د سوريې له جګړې  تښتېدلي دي.

د المان لومړۍ وزيره انګلا مېرکل چې په راتلونکي سپټمبر کې د بل ځل لپاره کانديدېږي، له دې امله چې په ۲۰۱۵ کال کې يې د خپل هېواد پولې پرانيستلې دی، تر نيوکو لاندې ده؛ ځکه يې اوس ګوند غواړي لا ډېر کډوال له هېواده وباسي او د دغو نيوکو ځواب ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال