منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان: پاکستان دې د کډوالو موضوع نه سياسي کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٥): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه وغوښتل چې د کډوالۍ موضوع دې نه سياسي کوي.

د ياد وزارت له خوا د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې

پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربه توب کوي او لا هم ۱،۳ میلیونه د کډوالۍ اسناد لرونکي افغانان او ۶۰۰ زره نور کسان د کډوالۍ له اسنادو پرته په دغه هېواد کې ژوند کوي.

سرچينې زياته کړې، د هغو راپورونو پر بنسټ چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته رسېدلي، په پاکستان کې د وروستیو بریدونو په تړاو د پاکستاني اتباعو تر څنګ په دغه هېواد کې ګڼ شمېر افغان کډوال هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، ځورول شوي او له دغه هېواده په زوره ایستل شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت ويلي، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت او د کډوالو د اتشو له هلو ځلو سره یو شمېر افغانان بېرته له زندانه خوشي شوي او د پاتې نورو د خوشي کولو لپاره هلې ځلې دوام لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې وروستیو کې د پاکستان د دولت د کابینې له لوري په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۷ کال تر پایه وغځېده او هغه افغانان چې ثبت او راجستر نه دي، د پاکستان د کابینې له لوري د دوی د راجستر کولو پرېکړه وشوه.

دغه راز د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) تر منځ د اسلام اباد په درې اړخیزه ناسته کې چې د روان کال د فبرورۍ په ۱۵مه جوړه شوې وه، د ۲۰۱۷ کال تر پایه د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې غځولو او نا راجستر افغان کډوالو د راجستر کولو، په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو او له کډوالۍ څخه د سیاسي فشار په توګه د نه استفادې په اړه هوکړه لیک لاسلیک شو.

په ياده خبرپاڼه کې افغانستان د پاکستان له کوربه توب او د کډوالو په اړه د دغه هېواد له وروستیو پرېکړو هرکلی کوي او د پاکستان وروستیو ژمنو او هوکړه لیکونو ته په پام سره له دغه هېواده تمه لري چې د کډوالۍ مسئله دې له سیاسي مسایلو لرې وساتي او د نیول شوو افغان کډوالو په خوشي کولو کې دې مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال