مزارشريف (پژواک، ۷ کب ۹۵) پژواک خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې د بلخ د امنيې قوماندانۍ د ځانګړې قطعې ۱۰۲ ميله وسلې او مهمات پر وسله والو طالبانو پلورل شوي دي.
د روان لمريز کال د سلواغې په ۷مه د بلخ له ځانګړې قطعې د بلخ امنيې قومندانۍ ته، ۱۳۷ شمېره مکتوب لېږل شوی چې په کې د يادې قطعې د پلورل شوو وسلو په تړاو معلومات درج شوي دي.
د دغه مکتوب په يوه برخه کې ليکل شوي: ((تاسې ته معلومه ده چې د بلخ د پوليسو د ځانګړې قطعې يو ميل کلاشينکوف، د نويد ۲۷ عملياتو پر مهال د دښمن په سنګر کې پيدا شو. وروسته بيا د ځانګړې قطعې د عمومي قوماندانۍ پلاوي د بلخ ځانګړې قطعې ته د وسلو او نورو تجهيزاتو د څېړلو لپاره راغی او په لومړنيو موندنو کې جوته شوه چې د دې قوماندانۍ ۱۰۲ ميله بېلابېل ډوله وسله ورکه شوې ده.))
پژواک له ياد مکتوب سره مل د پلورل شوو وسلو جدول هم موندلی دی.
د بلخ د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ د کب په ۷مه د يادو وسلو د پلورل کېدو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کيسه په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او د امنيتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې بربنډه شوه.
نوموړي زياته کړه چې په ياده جګړه کې د ملي امنيت يو سرتېری او يو وسله وال طالب وژل شوي وو، چې د وژل شوي طالب له جسد سره يو ميل کلاشينکوف هم په سيمه کې پاتې و.
کاکړ وايي: ((کله چې دغه وسله قوماندانۍ ته راوړل شوې؛ نو په ډاګه کېږي چې د بلخ د ځانګړې قطعې سره ثبت شوې وسله ده چې په ډېپو کې نه، بلکې له وسله وال طالب سره وه.))
د بلخ امنيتي مسوولين هم د يادې پېښې پخلی کوي خو وايي چې په تړاو يې څېړنې شوې او يو کس يې په تړاو نيول شوی دی.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک اژانس ته وويل چې د يادې پېښې له خبرېدو سره سم د څېړنو لپاره پلاوی وټاکل شو.
نوموړي زياته کړه، کله چې پېښه وڅېړل شوه نو په تور يې د ځانګړې قطعې معتمد ونيول شو.
د دراني په وينا، د وسلو د پلور په تور د نيول شوي کس دوسيه بشپړه شوې او څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.
خو د ولايتي شورا وکيل کاکړ اندېښنه وښوده چې ځيني زورواکي د ياد کس د بېرته خلاصېدو په هڅو کې دي.
نوموړي د چا نوم وانه خيست خو زياته يې کړه: ((دغه کس ملي خيانت کړی دی، هغه وسله چې وطن پرې وساتلی شي، د وطن پر دښمنانو پلورل شوې ده، دغه کس بايد سزا وويني؛ خو ځيني زورواکي يې له بنده د خلاصدو هڅې کوي.))
خو دراني پژواک ته ډاډه ورکړ چې دوی به پر وسله والو طالبانو د وسلو د پلور په تور د نيول شوي کس د بېرته خلاصېدو په تړاو هېڅ هڅه برياليتوب ته پرې نه ږدي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې په بادغيس ولايت کې د ملي امنيت له خوا يو شمېر پوليس طالبانو ته د وسلو د پلور په تور نيول شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










