منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لغمان په ګمبيري دښته کې مېشت کډوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۶ کب ٩٥): له پاکستانه راستانه شوي کډوال چې د لغمان ولايت اړوند په ګمبيري دښته کې مېشت دي، د ملي اردو سرتېرو له ناسم چلنده شکايت کوي خو ځايي چاروکي دوى غاصبين بولي او زياتوي چې د ملي دفاع وزارت ځمکه کې يې اړولي دي.

راستانه شوي کډوال وايي، د اوبو ستونزه يې درلوده او غوښتل يې چې څاه ګانې وکني خو د ملي اردو سرتېرو ورته اجازه نه ده ورکړې.

د راستانه شوو کډوالو يوه مشر حاجي غلام الله د کب په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو شاوخوا اوو ورځو راهیسې ورسره ملي اردو سرتېرو دغه ستونزه پيدا کړې دې.

د نوموړي په وينا، د اوبو د ستونزې تر څنګ د ابادۍ په برخه کې هم ستونزه لري او د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ کې د ملي اردو پرته پوسته اجازه نه ورکوي چې دوی تعميراتي سامان خپلو ساحو ته انتقال کړي.

هغه زياته کړه: ((دلته بادونه ډېر وي؛ خېمې مو شلېدلې او له منځه تللې دي، غواړو چې ابادي وکړو خو د اردو سرتېري موږ ته اجازه نه راکوي چې موږ کار وکړو.))

د ګمبيري په دښته کې د پرتو دغو شاوخوا ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنيو مشر حاجي غلام الله دا هم وويل چې د ملي اردو سرتېرو ورته د جوړجاړي خبره کړې او زياتوي چې شايد پيسو اخيستو ته يې لار جوړه کړې ده.

هغه وايي چې دا د دوی خپلې پلرنۍ ځمکې دي؛ خو د ملي اردو سرتېري ورته پلمه کوي چې دا د دفاع وزارت اړوند ځمکه ده؛ نو ځکه دوی کار ته نه پرېږدي.

د رحمت الله هوتک په نوم د يادې سيمې يو بل اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د ملي اردو سرتېرو له خوا يو شمېر راستانه شوي کډوال وهل شوي هم دي.

د نوموړي په وينا، هغوى ډېرى مهال ښار ته د سودا اخيستو لپاره هم نه پرېږدي او اوبه يې پرې بندې کړې دي.

خو په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسول جګړن شېرين اقا فقيري له پژواک سره د خبرو پر مهال دا رد کړه چې ګواکې د ملي اردو سرتېرو دې له خلکو د پيسو غوښته کړې وي.

هغه زياته کړه چې ملي اردو يوه ځانګړې قطعه د تاسيساتو په نوم شته چې د دفاع وزارت اړوندو پېښو ساتنه کوي او کومه ځمکه کې چې ياد کډوال پراته دي نو هغوی د دفاع وزارت اړوند ځمکه کې په خپل سر پراته دي؛ ځکه د کار اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي پر کډوالو غږ وکړ، که رښتيا ترې هم د ملي اردو سرتېرو ترې د پيسو غوښتنه کړې وي؛ نو قول اردو ته دې عارض شي، د ملي اردو سرتېرو سره به قانوني چلند وشي.

دغه راز د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې ياد کډوال پر خپل سر د ګمبيري په دښته کې پراته دي او دوی د کډوالو لپاره په بابا دښته کې د ځانګړي ښارګوټي چارې پيل کړې دي.

هغه ياد کډوال غاصبين ياد کړل او ټينګار يې وکړ، که رښتيا هم دوی اړ کسان وي نو ولايت ته دې عارض شي، دوی به ورته په بابا دښته کې د کډوالو ځانګړي ښارګوټي کې نومرې ورکړي او هم به ورسره نورې مرستې وکړي.

د لغمان ولايت د کډوالو چارو رييس انجينر محمد کاظم حقپال پژواک ته وويل چې ياد کډوال د اوبو او نورو برخو کې ستونزې لري؛ خو زياتوي ، چې دغه کډوال په خپل سر مېشته شوي او دوی هم ورسره نورې مرستې نه شي ترسره کولی.

هغه وويل چې په لومړيو څلورو مياشتو کې یې ورته اوبه هم ورکړې، نورې مرستې يې هم کړي؛ خو دومداره اسانتياوو لپاره دوی بايد د کډوالو په قانوني ښارګوټي کې مېشت شي.

د يادولو ده، د ګمبيري دښته دولتي ځمکه ده او ژوند په کې ځکه ستونزمن دی، د اوړي په کې تاوده او د ژمي په کې پر يخو بادونو سربېره د اوبو اسانتيا هم نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال