خوست ښار (پژواک، ٦ ورى ٩٦): وزيرستاني کډوال چې په دې وروستيو کې يې خپل وطن ته د ستنېدو لړۍ پيل شوې ده، وايي چې د خوست له خلکو او افغان دولته ښې خاطرې به یې تل یاد وي.
له دغو کډوالو يوه هم د غازي خان کورنۍ ده چې د خوست ولايت د ګلان کمپ د سوېلي څنډې د يوه داسې کور په دوو خونو کې اوسېږي چې کوچنۍ چاردېوالي هم ترې راتاو ده، دوی له تېرو پوره دوه نيمو کلونو راهيسې دلته اړولي دي.
غازي خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې که څه هم له خپل پلرني ټاټوبي څخه لرې ژوند کول له ستونزو خالي نه دي خو دلته په راتلو سره يې ځايي خلکو دومره قدر او عزت کړی چې جلا وطني نه احساسوي.
نوموړي زياته کړه: ((کله چې موږ له وزيرستان څخه افغانستان ته هجرت وکړ، د افغانستان خلکو موږ ته دومره عزت راکړی، لکه د مور او پلار چې څوک عزت کوي.))
د ګلان کمپ يو بل وزيرستانى کډوال عبدالخالق وايي چې له وزيرستان څخه خوست ته د راتلو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ شول، خو د خوست د ځايي خلکو ښه به یې تل په زړونو کې ځای ولري.
ده زياته کړه: ((موږ له وزيرستان نه په يو جوړ جامو کې راغلو، د روژې مياشت وه، د خوراک لپاره مو څه نه درلودل، پيسې راسره نه وې، خو د خوست خلکو موږ ته په خپلو کورونو کې ځای راکړ، زموږ عزت يې خوندي کړ.))
عبدالخالق زياته کړه چې د پاکستان پوځ زموږ د عزت پروا ونه کړه، خو د افغانستان خلکو چې موږ ته ښه نه وو معرفي شوي، داسې سلوک راسره وکړ چې هېڅ تمه مو نه درلوده.
هغه پژواک ته وويل: ((له پاکستانه پر دې ګيله من يو چې له خپلو کورونو يې و ايستلو او کډوالۍ ته يې اړ کړو. پرديو حکومتونو له موږ سره مرستې وکړې، زموږ ژوند يې راجوړ کړ.))
په ګلان کمپ کې د وزيرستاني کډوالو يو قومي مشر خان ودخان له پژواک اژانس سره په خبرو کې د خوست له خلکو او د افغانستان له دولت څخه په مننې سره وويل، چې افغانانو خپله ميړانه ثابته کړه.
هغه زياته کړه، چې له دوی سره د خوست د خلکو ښه سلوک، پاکستان او ټولې نړۍ ته دا وښودله، چې لر او بر پښتون يو دی او هيڅکله يې څوک له يو او بل څخه نه شي بېلولی.
خان ودخان وويل: ((که پنجاب دی او که د پښتون بل کوم دښمن دی، هغوی بايد پوه شي چې پښتون يو نه بېلېدونکی قوم دی. موږ د افغانستان له عوامو او دولت څخه ډېر منندوی يو)).
په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پر ضد د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات ترسره کړل چې څه باندې دوه کاله وخت يې ونيو.
د دغو پوځي عملياتو له امله له شمالي وزيرستان نه شاوخوا ۵۰۰ زره خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول چې شاوخوا ۳۰ زره کورنيو خوست او ۱۰ نورو کورنيو پکتيکا پناه راوړه.
شاوخوا درې مياشتې وړاندې د پاکستان حکومت په وزيرستان کې د يادو علمياتو د پاى ته رسېدو اعلان وکړ او له کډوالو يې وغوښتل چې بېرته خپلو سيمو ستانه شي.
تر هغه وخت پورې چې پاکستان له افغانستان سره سرحدي لارې وتړلې، شاوخوا ۱۲ سوه کورنۍ د خوست له ګلان کمپ څخه د ډيورنډ کرښې بلې غاړې ته اوښتې وې.
که څه هم پاکستان د تورخم او سپين بولدک لارې د خلکو پر مخ پرانيستلې، خو د غلام خان بندر لا هم تړلی دی، نه وزيرستاني کډوالو او نه هم نورو خلکو ته پرې د تګ اجازه ورکول کېږي.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې افغان دولت او ولسي خلک وزيرستانيانو ته د کډوالو په سترګه نه ګوري، بلکې خپل خلک يې بولي.
هغه زياته کړه: ((د انساني خواخوږۍ او د کډوالۍ د نړيوالو اصولو پر بنسټ له وزيرستاني کډوالو سره زموږ مرستې او همکاري دوام لري، تر هغه چې خپل وطن ته بېرته ستانه شي)).
قومي مشر حاجي جمال تڼی وايي چې له وزيرستانيانو سره د خوست د خلکو ښه سلوک او د مرستو کول د دې لامل شول چې د افغانستان د خلکو او حکومت په اړه هغوی ته ورکړل شوی منفي ذهنيت له منځه ولاړ.
هغه وويل: ((د خوست خلکو او د وزيرستانيانو تر منځ په اړيکو کې شاوخوا لس کاله واټن رامنځته شو، هغوی ته دا ويل کېدل چې د افغانستان خلک د اسلام له چوکاټه وتلي دي خو کله چې دلته راغلل نو پوه شول چې د افغانستان خلک اسلام او پښتونولي هېڅکله نه پرېږدي.))
جمال ټني زياته کړه چې د دغه منفي ذهنيت لرې کېدل او له هغوی سره د افغانانو ښه سلکو به د دې لامل شي چې هېڅکله به هم د افغانستان په مقابل کې بد نيت ونه لري.
په خوست کې د شاوخوا ۳۰زره مېشتو وزيري کورنيو له ډلې زياتره هغه يې د ولايت په بېلابېلو سيمو کې په کرايي کورونو کې اوسېږي، خو څه باندې ۱۰زره کورنۍ په ګلان کمپ کې په خېمو او له خامو خښتو څخه په جوړو شوو خونو کې ژوند کوي.
دوی د کډوالۍ له نړيوال سازمان، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او نورو خيريه ادارو څخه غوښتنه کوي، چې خپلې مرستې ترهغې ورسره روانې وساتي، څو چې خپل پلرني ټاټوبي ته ستانه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










