منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له راستنېدونکو افغان کډوالو سره کېدونکې مرستې کمې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې د نړيوالې ټولنې د مرستو له کمېدو سره له پاکستانه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې هم نيم په نيمه کمې شوې دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ويانده دنيا اسلم خان د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ژمي تر درېيو مياشتو دمې وروسته له راتلونکې دوشنبې ورځې څخه (د وري ١٤مه) د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ پيلېږي.

هغې زياته کړې چې د کډوالو کمېشنرۍ له لارې يوازې په پاکستان کې راجستر شوي افغان کډوال راستنېږي او د دوى له خوا ورسره نغدي مرسته کېږي.

نوموړې وويل چې راستنېدونکو افغانانو ته د هر نفر پر سر ٢٠٠ امريکايي ډالر ورکول کېږي، دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د يادې ادارې ٤٠٠ امريکايي ډالر ورکول کېدل.

مېرمن دنيا وايي چې په نړيواله کچه د بشري مرستو لړۍ کمه شوې ده چې له امله يې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (يو اېن اېچ سي ار) باندې يې هم اغېزه کړې ده.

دې زياته کړه، دا چې افغانان خپل هېواد ته ستنېږي او که نه دا د هغوى خپله پرېکړه ده، د کډوالو عالي کمېشنرۍ له هغو کډوالو سره مرستې کوي چې غواړي په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ويانده وايي چې تېر کال له پاکستانه په خپله خوښه ٣٧٠ زره راجستر شوي افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي او د دوى مرستې يې ترلاسه کړې دي.

خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ٢٠١٧ زېږديز کال به څومره افغانان خپل هېواد ته ستانه شي، مېرمن دنيا وويل چې اوس دغه اټکل نه شي کولى.

بلخوا د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تېر کال له پاکستان څخه ډېر زيات غير راجستر شوي افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې په ټوليز ډول شاوخوا ٨٠٠ زره کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال