جلال اباد (پژواک، ۱۴ وری ٩۶): له پاکستان څخه د راجستر افغان کډوالو د راتګ لړۍ نن يو ځل بيا تر څلور مياشتني ځنډ وروسته پيل شوه.
که څه هم د تورخم په دروازه را اوښتونکي افغان کډوال هېواد ته په راتلو خوښ برېښېدل؛ خو د ملګرو ملتونو له لوري له دوی سره د مرستې کموالي څخه يې شکايت درلود.
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس ملګري ملتونو پاکستان مېشتي هغو افغان کډوالو ته چې راجستر شوي دي، مرستې پنځوس سلنه کمې ورکوي.
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د كډوالو اداره وايي، د دغه بهير د پيل په لومړيو دوه مياشتو کې به د خيبر پښتونخوا ايالت هغه افغان كډوال، چې له وړاندې يې خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره نومونه ليکلي، ستانه شي.
د دغې اداره معلومات ښي چې اوسمهال د راتلو لپاره ۱۴ زره افغان کډوالو ځانونه راجستر کړي دي.
د خيبر پښتونخوا په چهار سده کې اوسېدونکی افغان کډوال زبير احمد، چې تازه له پاکستانه را اوښتی و، د تورخم په دروازه کې پژواک خبرى اژانس ته وويل چې هلته د پاکستاني پوليسو له ځورونو ډير تنګ راغلي و او اوس هېواد ته په راتلو خوښ دی.
خو هغه وويل، د ملګرو ملتونو له لوري له راجستر شويو کډوالو سره د مرستو کموالي اندېښمن کړی دی.
هغه زياته کړه : ((پخوا يې د کارت په سر تر څلور سوه ډالرو ورکول ؛ خو اوس دوه سوه ډالره ورکوي.))
نوموړې وايي، که پخوا يوه کورنۍ هيواد ته راستنېده؛ نو په دغو پيسو يې هم دلته د کار زمينه برابرېده او هم يې پرې لومړنۍ اړتياوې پوره کېدلې.
سپين سرې ګل بي بي چې اصلا د کونړ ولايت د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکې ده او له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې اوسېدله او اوس تازه له خپلې کورنۍ سره د تورخم په پوله هېواد ته راستنه شوه.
هغه وايي: ((مهاجرو له يې پخوا څلور سوه ډالر ورکول؛ خو اوس دوه سوه ورکوي، زما يو زوی دی، يوه مې انګور ده، زه يم او درې مې لمسي دي؛ نو په دغو پيسو به موږ کور نيسو، خوراک به پرې کوو او که کار؟))
د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی اته کلن رفيع الله د خيبر پښتونخوا په مسکين کمپ سيمه کې له خپلې کورنۍ سره مېشت و.
هغه په تورخم سرحدي ښارګوټي کې پژواک ته وويل، هلته يې پخوا ژوند ښه و؛ خو په وروستيو کلونو کې هم د پاکستاني حکومت او هم د پاکستانيو وګړو لخوا ځورول شوي دي.
هغه، چې له سترګو يې اوښکې څڅېدې وويل: ((کله به يې راته ويل چې مهاجرو کله به ځئ او کله به يې راته ويل چې لاره بنده ده، څنګه به ځئ. اوس چې خپل وطن ته راغلم؛ نو تعليم به کوم او خپلو خلکو ته به خدمت کوم.))
په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو چارو امر استقلال جلالزي پژواک سره د خبرو پرمهال وويل، نن رسما هيواد ته له پاکستان څخه د راجستر کډوالو د راتګ لړۍ پيل شوه.
هغه تاييد کړه چې راستنو شويو کډوالو سره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (يو ان اس اي ار) مرستې پنځوس سلنه کمې شوې دي: ((پخوا هر راجستر کډوال ته څلور سوه ډالر ورکول کېدل؛ خو اوس دوه سوه ډالر دي.))
نوموړی مني چې د مرستو د پيسو کموالي د افغان کډوالو د راتګ بهير هم کمزوری کړی او ډيرو کورنيو زړه نه دی ښه کړی چې هيواد ته راستنې شي.
هغه دا هم وويل، پخوا به تر داسې ځنډ وروسته په لومړۍ ورځ د راستنېدونکو کډوالو شمېر ډير زيات و؛ خو اوس يې شمېر د ګوتو شمار ته راکښته شوی دی.
تېر ميلادي كال له پاکستانه شاوخوا اووه سوه زره راجستر شوي او ناراجستره افغان كډوال خپل هېواد ته راستانه شوي او افغان حكومت وايي چې سږ كال به هم له پاكستان څخه افغانستان ته سلګونه زره افغان كډوال بېرته راشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










