منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۸ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلوچ: له ویزې پرته پر مهاجر کارت د تګ راتګ پر وړاندیز غور کیږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

اسلام اباد (پژواک، ۱۵ وری ۹۶): د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ وایي چې خپل حکومت ته یې د دې وړاندیز کړى څو افغان کډوالو ته پرته له ویزې یوازې د کډوالۍ پر کارتونو د تګ راتګ زمینه برابره شي.

بلوڅ دغه څرګندونې تېره شپه ناوخته په اسلام اباد کې د افغان ژورنالېستانو او سیاسي څېړونکو له پلاوي سره د لیدنې پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه چې حکومت یې د افغان کډوالو په اړه سیاسي اجماع رامنځته کړې او له ټولو سیاسي ګوندونو سره یې په یوه ځانګړې ناسته کې د افغان کډوالو په اړه پر یوې نوې ستراتیژۍ موافقه وکړه او بیا دا ستراتیژي د کابینې له خوا منظوره شوه.

بلوڅ وویل چې دا نوې ستراتیژي یې له افغان حکومت سره په مشوره جوړه کړې ده.

هغه وویل چې د نوې ستراتیژۍ له مخې به افغانان په خپله خوښه په عزت او درناوي سره ستنېږي.

د نوموړي په وینا، د افغانانو د ستنولو پروسه د افغان حکومت ظرفیتونو ته په کتلو ترسره کېږي؛ ځکه چې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شوو کسانو ستونزه هم جدي ده.

هغه زیاته کړه، دوی حکومت ته وړاندیز کړی چې کډوال د کډوالۍ پر کارت پرته له ویزې تګ راتګ وکړای شي خو حکومت تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

ده وویل چې له افغان حکومت سره په همغږۍ به ډېر ژر د غیر راجستر شوو ۶۰۰ زرو کډوالو د نوم لیکنې پروسه پیل شي.

عبدالقادر بلوڅ له افغان ولسمشر اشرف غني نه مننه وکړه چې د کډوالو موضوع یې جدي نیولې او د دې لپاره د بېلابېلو وزارتونو یو کمېسیون يې هم جوړ کړی دی.

هغه ادعا وکړه چې حکومت یې د کډوالو موضوع له سیاسته لرې ساتلې ده؛ ځکه چې دا یوه بشري موضوع ده.

دا په داسې حال کې چې افغان حکومت او د سیاسي چارو څېړونکو تل ویلي چې پاکستان له کډوالو د فشار په توګه کار اخلي.

بلوڅ وویل چې د کډوالو د ستنېدو پروسه پرون پیل شوه او شل زرو افغانانو د اپرېل میاشتې لپاره ځانونه راجستر کړي دي او دا لړۍ روانه ده.

ده زیاته کړه، د نوې ستراتیژۍ له مخې به افغان محصلینو، سوداګرو او هغو لپاره چې دلته او هلته یې ودونه کړي، ځانګړې ویزې ورکول شي.

د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزیر وویل چې تېر کال تمې خلاف ۶۳۰زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي خو په ډاګه یې کړه چې سږ کال کېدای شي دا شمېره کمه شي.

بلوڅ ومنله چې تېر کال د افغان کډوالو د ځورونې پېښې رامنځته شوې وې خو دوی یې پر وړاندې جدي اقدامات کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال