جلال اباد- مزارشريف (پژواک، ۱۵ وری ٩۶): په ننګرهار کې ښځه او خاوند او بلخوا په بلخ کې د کسبه کارانو د اتحاديې مشر د نا معلومو وسله والو له لوري وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل چې پېښه تېره شپه شاوخوا يوه بجه د ښار د اوومې ناحيې اړوند په بګراميو سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل چې تر اوسه د یادې قضیې عاملین نه دي معلوم شوي، خو د پولیسو له لوري د معلولو او نیولو هڅې روانې دي.
د خوږياڼي په وينا، لومړني معلومات ښيي چې ياده پېښه به د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې وي خو زياتوي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
بلخوا د سيمې يوه اوسېدونکي اکبر خان پژواک ته وويل چې ناپېژانده وسله وال تېره شپه ناوخته د ابراهیم په نوم د یوه کس کور ته دننه شوي، هغه او مېرمنه سره یو ځای پر ډزو وژلي دي.
هغه زياته کړه، ابراهیم چې د کونړ ولایت اصلي اوسېدونکی دی، دوه مېرمنې درلودې او لومړۍ مېرمن یې له مخکې طلاقه کړې وه .
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ په لاندې صبر سيمه کې تېره ورځ وسله والو طالبانو یو قومي مشر تر نیولو وروسته وژلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چې شاوخوا ٥٥ کلن جهادي او قومي مشر راج ملي تېره ورځ د پچیراګام ولسوالۍ په لاندې صبر سیمه کې د وسله والو طالبانو لوري لومړی له موټر ښکته شوی او وروسته یې پر ډزو وژلی دی.
بلخوا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې د مزارشريف ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې د کسبه کارانو د اتحاديې مشر اسدالله ناچار د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوى دى.
هغه زياته کړه: ((دوو کسانو پرې ډزې کړې او ناچار يې ځاى پر ځاى وژلى دى.))
ده وويل چې د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي.
login or register a new account.