هرات (پژواک، ٢٠ ورى ٩٦): د هرات کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي چې تېر کال څه باندې سل زره افغان کډوال له ايران څخه په جبري ډول ايستل شوي دي.
د هرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې مشر احمد جاوید نادم نن (د وري ٢٠مه) له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د ١٣٩٥کال سلواغې له مياشتې راهيسې ايران افغان کډوال د ناڅرګندو دلايلو له امله له هغه هېواد څخه د نيمروز ولايت له لارې را ايستلي دي.
نوموړي دکډوالو لپاره دا لار ستونزمنه وبلله او زياته يې کړه: "پخوا هره ورځ له ١٥٠٠ تر ٢٠٠٠ زرو کډوال، د ايران دولت له لوري را ايستل کېږي چې څه باندې ٧٠ سلنه يې د لوېديځ ولايتونو اوسېدنکي وو."
نادم وويل چې ايران ١٣٩٥کال کې د پنځوس مېرمنو او ٢٨٠٠ بې سرپرسته ماشومانو په ګډون څه باندې سل زره افغان کډوال له خپل هېواد څخه په اجباري ډول خارج کړي دي.
د دې تر څنګ هغه زياته کړه چې د تېر کال په اوږدو کې ١٥زره افغان کډوال په داوطلب ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړي زياته کړه: "پخوا چې له ايران څخه د اسلام کلا له پولې هره کورنۍ را ايستل کېده، مکلفه وه چې ٥٠ زره تومان د خپل راستنېدو لګښت د ايران ښاري دولت په نوم د ايران سرحدي مامورينو ته ورکړي؛ خو تازه راپورونه ښيي چې دا کچه اوسمهال ٥٠٠ زرو تومانو ته لوړه شوې چې خورا لوړه ده او زياتوافغانانو ته ستونزمنه چاره ده."
نادم، د امکاناتو کمښت، له خطره ډکه لار، امنيتي ګواښونه او لوړ لګښت هغه ننګونې وبللې چې را ايستل شوي کډوال په ځانګړې توګه مېرمنې او بې سرپرسته ماشومان ورسره لاس اوګرېوان دي.
د هرات ولايت اوسېدونکي علي اقا علي زاده ايران ته د تګ لپاره د خپل کور ټول وسايل خرڅ کړي او يو کال وړاندې له څلورو ماشومانو او مېرمنې سره ايران ته کډه شوى و، پژواک ته يې وويل چې د کار لپاره ايران ته تللى و؛ خو تېره اوونۍ د نيمروز له ميلک پولې څخه په جبري ډول را ايستل شوى او افغانستان خاورې ته راغلى دى.
هغه وويل، وروسته له هغه چې ايراني پوځيانو هغوى ونيول، د وهلو او ټکولو تر څنګ يې د هغوى ټولې پيسې ترې اخيستې دي.
نوموړي په داسې حال کې چې د ايران پوليسو د ناسم چلند په اړه اندېښمن و، ويې ويل: "موږ يې ډېر په بد وضعيت ووهلو او څومره پيسې مو چې درلودې ايرانيانو را څخه واخيستې او ان موږ يې حوض کې واچولو او د سوځوونکي لمر پر وړانګو يې وځورولو."
شفيقه يوه بله افغان کډواله چې تازه له ايران څخه په جبري ډول راايستل شوې ده پژواک ته يې وويل: "ټول شته وسايل مو و پلورل؛ خو پوليسو پنډغالي کې ټولې پيسې را څخه واخيستې او په زور يې را و ايستو؛ اوس له دولت څخه غواړو چې مرسته راسره وکړي څو مو ماشومان مړه نه شي."
په ورته وخت کې د لوېديځ زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر عبدالقادر رحيمي پژواک ته وويل چې د دغه کمېسيون اسناد او شواهد ښيي چې ايران دولت له افغان کډوالو سره ناوړه او توند چلند کوي.
رحيمي زياته کړه چې افغان حکومت مکلف دى څو د افغان کډوالو ستونزو ته لاسرسى وکړي.
هغه وويل: "اړينه ده چې ځانګړي تحقيقات ترسره شي؛ په ځانګړې توګه د هغوکډوالو په اړه چې په جبري توګه له ايران څخه را ايستل شوي دي."
ځيني مدني فعالان، د سياسي راتلونکي په اړه اندېښنه، امنيتي ګواښونه، اقتصادي بېوزلۍ او د وزګارتيا زياتېدا، د هېوادوالو د کډوالۍ اصلي لاملونه په ګوته کوي.
هرات کې د سياسي چاروکارپوه عبدالقادر اګاه پژواک ته وويل: "ايران او پاکستان له افغان کډوالو څخه پر افغان حکومت د فشار په توګه کار اخلي."
له پرله پسې هڅو سره بيا هم په هرات کې د ايران کونسلګرۍ له نظر ورکولو ډډه وکړه.
په داسې حال کې د کډوالو ادارې چارواکي له ايران څخه د افغان کډوالو را ايستو په اړه اندېښنه ښيي چې د کډوالو وزارت راپورونو له مخې، کومو ادارو چې له افغان راستنېدونکو کډوالو سره مرستې کولې، روان کال کې يې ٣٠ سلنه مرستې کمې شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










