منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان کډوال د پاکستان له حکومته په پېژندپاڼو کې اسانتیا غوښتې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

اسلام اباد (پژواک، ٢٤ ورى ٩٦): افغان کډوال وايي چې د پاکستان حکومت بايد دوى ته د پېژندپاڼې پر بنسټ ځينې اسانتياوې برابر کړي خو د پاکستان حکومت دغه غوښتنه ردوي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو مشورتي شورا په کوهاټ ولسوالۍ کې د وري په ٢٤مه غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د يادې شورا مشر معلم ولايت خان وويل چې د پاکستان حکومت بايد د پېژندپاڼې پر بنسټ مهاجرينو ته اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

هغه وويل: ((د پاکستان حکومت بايد موږ ته په شناختي کارت باندې د بانکي اکاونټ جوړولو، په هوټل کې د شپې تېرولو، د موټر د لايسنس اخيستو او د پاکستان په دننه کې د هوايي پروازونو اجازه راکړي.))

دغه راز د يادې شورا مرستيال عبدالرحمن افغانيار وويل چې ياده موضوع دوى په اسلام کې اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عالي کمېشنرۍ سره هم شريکه کړې ده.

هغه زياته کړه: ((دغه موضوع مو په يو خط کې يو اېن اېچ سي ار ته لېږلې څو د پاکستان له حکومت سره پرې خبرې وکړي.))

هغه وايي چې اوسمهال په پاکستان کې په پېژندپاڼو باندې يوازې کډوال پېژندل کېږي او نور هېڅ ډول اسانتياوې ورته نشته دي.

خو په اسلام اباد کې د کډوالو چارو رييس عبدالحميد جليلي پژواک ته وويل، هېواد يې نه شي کولاى چې د پېژندپاڼو پر اساس کډوالو ته اسانتياوې برابر کړي.

ده وويل: ((موږ په دې کارتونو يوازې مهاجرو ته د اوسېدو اجازه ورکولاى شو نور هېڅ ډول سهولت ورته نه شو راوستى.))

جليلي له افغان کډوالو څخه غوښتنه وکړه چې نور دې په پاکستان له ژوند تېرولو څخه لاس پر سر شي، خپل هېواد ته دې ستانه شي او د خپل هېواد په جوړولو کې دې ونډه واخلي.

تېر ميلادي كال له پاکستانه شاوخوا اووه سوه زره راجستر شوي او نا راجستره افغان كډوال خپل هېواد ته راستانه شوي او افغان حكومت وايي چې سږ كال به هم له پاكستان څخه افغانستان ته سلګونه زره افغان كډوال بېرته راشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال