منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اچين له وروستي بمبار مخکې بېځایه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۹ وری ٩۶): د ننګرهار د اچين ولسوالۍ له وروستۍ جګړې را کډه شوې کورنۍ وايي چې د حکومت په لارښوونه له خپلو مېنو کډه شوې دي خو تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

دغه کورنۍ وايي، د اچين د مامند درې په اسدخېلو کې د وروستيو عملياتو له پيل وړاندې ورته د الوتکو له لارې د کورونو پرېښودو خبر ورکړل شوی و او دوی تش لاس له خپلو مېنو را بهر شوي دي.

يادې کورنۍ اوس له جلال اباد ښار سره نږدې د غازي امان الله خان ښارګوټي په نيمه کاره ودانيو، څه يې له خپل خپلوانو سره په نورو ځايونو او ځينو يې په دښتو کې اړولي او له ستونزو ډک ژوند تېروي.

دوی وايي، ګرمي او ماشي يې بېله ستونزه ده؛ خو د کار  او  خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي او نيوکه کوي چې تر اوسه ورسره ولايتي ادارې او کډوالو چارو رياست هېڅ مرسته نه ده کړې.

صبرۍ ګل چې سپين ږيری خاوند يې له ګټې وټې وتلی او زامن يې هم کوچنيان دي، وايي د کور ټول سامانونه يې همالته په اسدخېلو کې پاتې دي او دوی يوازې د بريدونو له وېرې خپل سر خوندي کړی دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((کور خو مو له پخوا ټول ړنګ شوی و، له کوزه نه به ګولۍ را ورېدلې او کوټې به مو ورانېدې، خو بيا هم يو دوه کوټې جوړې وې، په هغو کې به اوسېدلو، اوس ترې نه يو خبر، چې په هغه لوی بم کې به راغوځېدلې وي، که به جوړې وي.))

دغه مېرمن وايي، اوس يې ژوند ډېر سخت دی او حتی وړو او نورو خوراکي توکو ته هم محتاج دي او دولت ورسره تر اوسه هېڅ مرسته نه ده کړې.

صبرۍ ګل غوښتنه کوي: ((له حکومت نه مو دغه غوښتنه ده چې له موږ سره مرسته وکاندي، هېڅ شی نه لرو، د دوړې مجبوره يو وروره، مجبوري توره وي که سپينه، زما بچو ته ګوره څوک پښې لوڅي او څوک په شا توري دي.))

د اسدخېلو يو بل سپين ږيری اوسېدونکی ضياء الدين چې په غازي امان الله خان ښارګوټي کې د يو هوټل په کنډر خونه کې اوسېږي، وايي هلته يې مال حال څه د داعش وسله والې ډلې او پاتې يې د حکومتي ځواکونو په وروستيو هوايي او توپچي بريدونو کې له منځه تللي دي.

دی وايي: ((دا کوټه مو په سوال د هوټل واله غوښتې او خښتې مو په کې ايښي دي او دا سوري مو پې بند کړي دي. کله چې موږ ته د هوا نه جازونو پرچې واچولې، چې اوځئ نو موږ همداسې راووتلو، دغه لويه بلا چې راغورځولې؛ نو هر څه نه يې خلاص کړو.))

هغه له حکومته وغوښتل چې د دوی مېنې دې بېرته ورغوي، هلته دې دوی ته د ورتګ زمينه برابره کړي او هم دې ورسره اوس په عاجل ډول د خوراکي توکو مرستې وکړي.

د همدغې سيمې يو بل بې ځايه شوی اسدالله که څه هم د خپلو ورانو کورونو او وران کلي کيسه کوي؛ خو وايي، د داعش له ظلمونو خلاصېده ورته تر هر څه غوره دي.

هغه وايي، کور به بيا ورغوي، لوټې لوټې به يې راټولې او دېوالونه به ترې جوړ کړي؛ خو حکومت دې دا ځل بيا داعش ډلې ته د فعاليت زمينه نه برابروي.

اسدالله د اوسني سخت ژوند ناخوالې په دې هيله تېروي چې په خبره يې د داعش له ظلمونه به په همېشني ډول خلاص شي؛ ځکه هلته اوس بهرنيو ځواکونو داسې بم غورځولی چې داعش ډلې ته يې سخت زيان اړولی دی.

د اچين ولسوال اسماعيل شينواری وايي، له وروستۍ جګړې څخه يو شمېر کورنۍ بېځايه شوې؛ خو دوی سره يې د کره شمېر په اړه معلومات په لاس کې نشته.

هغه پژواک اژانس ته وويل، يادې کورنۍ خپله د اچين په امن ځايونو، د غني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو، غازي امان الله خان ښارګوټي او کابل کمپ کې مېشتې شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، ولايت مقام کډوالو چارو رياست ته د دغو کورنيو د سروې او ورسره د مرستې دنده سپارلې خو تر اوسه لا سروې نه ده بشپړه شوې.

دی وايي، يادې کورنۍ په بېلابېلو ځايونو کې مېشتې دي او کله يې چې هم سروې بشپړه شي نو کډوالو چارو رياست له لارې به ورسره مرستې ترسره شي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ننګرهار د کډوالو چارو رياست نظر هم له ځان سره ولري، څو معلومه شي چې څومره کورنۍ بې ځايه شوې او تر اوسه ورسره مرستې پيل شوې او کنه؛ خو تر بيا ځلي اړيکو وروسته هم په دغه کار بريالی نه شو.

د امريکا په مشرۍ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د تېرې پنجشنبې ماښام د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د مامند درې په اسدخېلو سيمه کې د داعش په يو ستر پنځای هوايي بريد وکړ او ادعا يې وکړه چې پر دې سيمه يې د بمونو د مور په نوم ستر بم غورځولی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ادعا کړې چې د دغه بريد پر مهال د داعش ډلې د څلورو مشهورو قوماندانانو په ګډون ۹۶ داعش جنګيالي وژل شوي او د هغوی ګڼې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال