مزارشريف (پژواک، ۵ غويى ۹۶): پر شاهين قول اردو بريد څنګه وشو، بريدګر څه ډول د دغې قول اردو تر جوماته پورې ورسېدل او لسګونو افغان سرتېرو ته يې په کومو لارو مرګ ژوبله واړوله، د قول اردو قوماندان د ياد بريد په اړه څه وايي او د سرتېرو روحيه څه ډول ده؟
له پېښې وروسته د غويي په ۵مه، په لومړي ځل رسنۍ د يادې پېښې د ځای د کتو په موخه شاهين قول اردو ته وبلل شوې.
بلخ کې د غويي په لومړۍ نېټه، د شمال زون پر ۲۰۹ شاهين قول اردو بريد، د وسله والو طالبانو له پخوانيو ټولو بريدونو سره توپير درلود.
شمال کې د افغان ملي پوځ په تر ټولو ستر مرکز ۲۰۹شاهين قول اردو له بريده څلور ورځې تېرې شوې؛ خو هېچا ته اجازه نه ورکول کېده چې د پېښې ساحه له نږدې وګوري.
د شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر د غويي په ۵مه، چې د بريد له پنځمې ورځې سره سمون خوري، خبريالانو ته بلنه ورکړه، چې د ياد بريد سيمه وګوري.
موږ سهار وختي له مزار شريف ښار څخه د دهدادي ولسوالۍ پر لور روان شو، هغه ځای چې د ۲۰۹ شاهين قول اردو عمومي قومانداني په کې موقعيت لري.
د پوځ دغه مرکز له مزار ښار څخه لس کيلومتره فاصله لري او په دغه کاري سفر کې د يادې قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالقهار ارام زموږ ملګری دی.
له شل دقيقو مزل وروسته د شاهين قول اردو لوېديځې دروازې ته ورسېدو، موږ ته وويل شول چې څو شېبې صبر وکړو.
د قول اردو د احاطوي دروازې د ساتونکو په څېرو کې خفګان له ورايه معلومېده؛ خو تر څنګ يې دوی هرې خوا ته په ځير ځير کتل او څار يې زيات کړی و.
له لږ ځنډ وروسته موږ ته وويل شول، چې قول اردو ته دننه شو، له دروازې د تېرېدو پر مهال يوه سرتېري د موټر له ښيښې سر رادننه کړ او د درېدو له امله يې له موږ بښنه وغوښته.
له احاطوي دروازې کابو يو کيلومتر وړاندې د قول اردو د قوماندانۍ لومړي قراول ته ورسېدو، دلته زيات شمېر نظاميان ليدل کېدل، چې د قراول مخه يې پر امنيتي موانعو نيولې او لاس پر ماشه ولاړ و.
موږ ته وويل شول چې له موټره ښکته شو او له تالاشۍ وروسته بېرته خپل سفر ته ادامه ورکړو. دا هماغه ځای و، چې د قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسول قهار ارام يې په اړه ويلي و، چې وسله وال له همدې قراوله له تالاشۍ پرته تېر شوي وو.
ارام دا هم وويل، چې له وسله والو بريدګرو سره جعلي کارتونه وو؛ نو ځکه له تالاشۍ څخه په اسانه تېر شوي دي.
موږ او زموږ وسايل دقيق وپلټل شول، د خبريالۍ کارتونه يې راته چک کړل او د وړاندې تلو اجازه يې راکړه.
له لومړي قراوله تېر شو، کابو يو کيلومتر نور وړاندې لاړو، دويم قراول کې هم د لومړي قراول په څېر چلند راسره وشو او د وړاندې تلو راته وويل شول.
له لږ مزل وروسته، موږ د قول اردو درېيم قراول (دروازې) ته ورسېدو، چېرته چې وسله والو بريدګرو له همدې ځايه د پوځ پر سرتېرو بريدونه پيل کړي وو.
دا نو هغه ځای دی چې هېڅ بېروني کس ته د وسلې تېرولو اجازه نه ورکول کېږي.
د قول اردو مطبوعاتي مسوول قهار ارام کيسه کوي، چې کله وسله وال بريدګر درېيم قراول ته رسېږي؛ نو په همدې وخت کې د دروازې ساتونکي هڅه کوي، ترڅو وسلې ترې واخلي.
د هغه په وينا، بريدګر ټينګار کوي او وايي چې د وسلو تسليمي ډېر وخت نيسي، هسې نه چې دوی سره راوړي ټپيان له منځه لاړ شي.
د بريدګرو له ټينګار سره سره د دروازې ساتونکي د وړاندې تګ اجازه نه ورکوي.
همدلته يو ځانمرګی د سرتېرو خوا ته منډه کوي او ځانته چاودنه ورکوي او نور وسله وال قوماندانۍ ته دننه کېږي.
د بريد په پنځمه ورځ هم د درېيم قراول د سړک څنډو کې د وينو سور رنګ معلومېده او د شاوخوا تاسيساتو ښيښې پر مرميو غلبېل شوې وې.
وسله وال بريدګر نږدې ۲۰۰ متره وړاندې ځي، چېرته چې سرتېري د جمعې پر لمانځه بوخت دي.
د سړک يوه اړخ ته جومات او مخامخ د سړک بل اړخ ته خوړنځى (طعام خانې) موقعيت لري.
قهار ارام موږ ته وويل، کله چې وسله وال بريدګر د جومات څنګ ته رارسېږي، نو په دوه ډلو وېشل کېږي، يوه ډله يې جومات لوري ته ځي او بله ډله يې خوړنځي ته ځان رسوي.
موږ چې د جومات احاطې ته ننوتو؛ نو د سوځېدلو دېوالونو بوی او لوګی اوس هم محسوسېده.
د جومات د احاطې له فلزي دروازې په تېرېدو ښي لوري ته د اودسونو ځای ته ورسېدو، چې د ودانۍ په بڼه جوړ شوی دی؛ ټول سوځېدلى و.
د قول اردو مطبوعاتي مسوول وايي، د جومات صحن ته له راننوتو سره سم يو ځانمرګی د اودسونو ځای ته ځي او هلته پر هغو سرتېرو ځانمرګی کوي چې له جمعې لمانځه پاتې دي؛ خو د ماسپښين لمانځه لپاره اودسونه کوي.
نور بريدګر د جومات خواته ورځي.
د جومات له محرابه نيولې تر دېوالونو او ګومبزې ټول په ګوليو سوري شوي وو.
ارام وويل، څلور تنه بريدګر د جومات په دروازه کې درېږي او پر بې وسلې سرتېرو د لمانځه ادا کولو پر مهال ډزې کوي.
موږ هغه قران شريفونه هم وليدل، چې د وسله والو په مرميو لګېدلي وو او توره لوخړه شوي وو.
له جوماته وروسته، وسله وال د ملا امام کوټې ته ورځي، ملا امام په دې ورځ نشته؛ خو بريدګر يې کوټې ته اور ورته کوي او سوځوي يې.
په جومات کې جګړه نږدې درې ساعته دوام کوي او مسوولينو د جګړې د اوږدېدو لامل دا وښود، چې په وينا يې ترهګرو د اردو جامې اغوستې وې او له سرتېرو سره يې توپير ګران وو.
د نښتې په اوږدو کې داسې هم شوي چې پر بريدګر د سرتېري ګومان شوی، پرېښودل شوی او بېرته يې هماغه سرتېری وژلی، چې پر ده يې ګومان کړی و.
دويمه ډله وسله وال هم مهال طعام خانې ته ننوځي، کله چې د جومات له کړکيو سرتېري راوځي، نو د طعام خانې په دروازه کې په نظامي دريشي کې ولاړ بريدګر ورته چيغې وهي چې دلته راشئ، ژغورل کېږئ!
وارخطا شوي ډېری سرتېري طعام خانې ته ورځي او په همدې وخت کې د طعام خانې په دروازه کې ولاړ ترهګر ځانته چاودنه ورکوي.
د قول اردو مطبوعاتي مسوول وويل، پاتې څلور نور ترهګر ډزې پيلوي او په خوړنځي کې ګير سرتېري پر ډزو ولي.
رسمي معلومات ښيي، چې د شاهين قول اردو په بريد کې له سلو ډېرو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو ځينو باوري سرچينو پژواک ته ويلي، په ياده پېښه کې له دوه سوو څخه ډېرو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د قول اردو پخواني قوماندان تورنجنرال مهمند کټوازي له رسنيو سره په خبرو کې بريد پلان شوی وباله او زياته يې کړه، که دی په کې مجرم و پېژندل شي؛ نو د هر ډول جزا لپاره حاضر دی.
نوموړي په خپلو خبرو کې ځان مجرم نه ګاڼه، خو ځان يې ملامت احساساوه.
هغه وويل: ((په قول اردو کې د هر چا وظيفه معلومه ده، د قوماندان او سرتېري دنده فرق لري، د حقيقت موندنې پلاوی بايد دا پيدا کړي، چې مجرم څوک دی، چا له بريدګرو سره مرسته کړې، چې قول اردو ته دننه شي، که زه په دې برخه کې تورن شوم؛ نو د هر ډول سزا لپاره اماده يم.))
د ملي اردو سرتېري، که څه هم د خپلو ملګرو په وژل کېدو ډېر خپه دي؛ خو بيا هم وايي چې مورال يې لوړ شوی او وروسته له دې به پر دښمن رحم ونه کړي.
د سيد مسعود په نوم يوه سرتېري پژواک ته وويل: ((زه ډېر خپه يم چې خپل همسنګران مې له لاسه ورکړي؛ خو دا عهد مې کړی چې د هغوی بدل به اخلم، مخکې مې ګومان کاوه چې طالبان مسلمانان دي، خو له هغه وروسته چې زما ملګري يې د لمانځه پر سر ووژل، هغوی راته نه افغانان او نه هم مسلمانان ښکاري، له دې وروسته به هېڅ رحم پرې ونه کړم او بيا هم وايم چې د خپلو ملګرو غچ اخلم.))
شمال کې پر ۲۰۹ شاهين قول اردو بريد په نړيواله کچه وغندل شو او له همدې امله د افغانستان د دفاع وزير عبدالله حبيبي او د پوځ لوی درستيز قدم شاه شهيم هم استعفاوې ورکړې او د ولسمشر له خوا پرته له ځنډه ومنل شوې.
بايد وويل شي چې وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










